د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نور کانال د جوړیدو چارې پیل شوې


نن د دوشنبې په ورځ د خوست د مرکز اړوند په لکڼو کې د نور کانال د جوړولو ودانیزې چارې پیل شوې.

د اوبو د یاد کانال څخه چې ۶ زره کورنۍ ګټه پورته کوي، یوولس کیلومتره اوږدوالۍ لري، چې د نړیوال بانک په مالي مرسته به د ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ میاشتو په موده کې جوړ شي.

د نور کانال د ودانیزو چارو د پیلیدو په مراسمو کې د شمل خرم فرعي دریايي حوزې رييس انجینر محمدنسیم وویل، چې پدې پروژه کې د کانال سربند، استنادي دیوالونه، سیل بر او اجتماعي ساختمان شامل دی.

انجینر محمدنسیم زیاته کړه:

"د خوست ولایت د مرکز اړوند د نور کانال ودانیزې چارې به په ۱۷ میاشتو کې پای ته ورسیږي، د کانال طول ۱۵۰ متره، د استنادي دیوالونو اوږدوالۍ ۱۴۴۶ متره یو سیل بر او یو اجتماعي ساختمان لري، د دې کانال اوږدوالۍ ۱۱ کیلومتره دی، لګښت يې ۴۶ میلیونه افغانۍ ده، چې د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي، د دې پروژې نه به شپږ زره فامیله ګټه پورته کړي."

انجینر محمدنسیم زیاته کړه، چې د دې کانال په پخولو سره ۲۷۵ هکټاره نوې کرنیزه ځمکه هم اباده شي.

د نور کانال د ودانیزو چارو د پیلیدو مراسم چې په لکڼو کې د کانال د سربند په سیمه کې جوړ شوي ول، د ځايي مشرانو او اوسیدونکو سربیره د خوست ملکي او پوځي چارواکو هم برخه اخیستې وه.

د سیمې یو تن قومي مشر حاجي محمدقیوم خان مشال راډیو ته د یاد کانال د ارزښت په تړاو وویل:

"د دې سیمې خلک له ډېر ستر مشکل سره مخامخ وو، ځکه چې سربند يې نه لاره، په شګو به يې سربند واچاوه، کله به چې اوبه راغلې هغه شګې به يې یووړې، سبا ته به بیا خلکو ورته ټکټران نیول، دې خلکو ته حاصل په ډېرو ګزافو مصارفو تمامیده، چې تر هغه زیات يې د مصرف توان نه لاره، نو اوس دا زموږ لپاره بهترینه حیاتي پروژه ده."

بلخوا خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وايي، چې د یاد ولایت د حاصلخیزو ځمکو د ابادولو لپاره د سربندونو، استنادي دیوالونو، کاریزونو او ویالو پخول او اساسي جوړول د ځايي ادارې په لومړیتوبونو کې دي.

خوست والي زیاته کړه، دوی د یاد ولایت د ځمکو د مدیریت او مهارولو لپاره د اړوندو وزارتونو سره په اړیکه کې دي.

ښاغلي حبیبي وویل:

"په خوست کې د نور انکشاف تر څنګ د اوبو د ښه مدیریت او مهارولو لپاره جدي اړتیا لیدل کیږي، دغه زموږ په لومړیتوبونو کې ده او همدې ته په کتو به مرکز کابل او اړونده وزارتونو سره په تماس کې یو، تر څو د استنادي دیوالونو او دا ډول پروژو ته اولیت ورکړو، تر څو د خوست له حاصلخیزو ځمکو څخه عظمي استفاده وشي، اوبه يې مهار او مدیریت شي، او پدې سره وکړای شو چې د حاصلاتو کچه مو لوړه شي."

یاده دې وي، نږدې دوې میاشتې وړاندې هم د خوست د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د مستوکې د لويې ویالې د سربند او د ۳۵۰ متره په اوږدوالي د کانال د جوړولو کار پیل شوی وو، یادې ویالې څخه چې ۳۰ زره جریبه ځمکه خړوبیږي او پنځلس زره کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي، ځايي اوسیدونکو له چارواکو د ویالې د پاتې برخې د پخولو غوښتنه هم کړې وه.

XS
SM
MD
LG