د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګونګیانو په ننګرهار کې احتجاجي لاریون کړی


په جلال اباد کې په لسګونو ګونګيانو د يوه لاريون په تر سره کولو سره له حکومته غوښتنه کړی چې د دوی باسواده کسانو ته دې په حکومتي ادارو کې روزګارونه ورکړل شي.

د افغانستان په ختيځ کې د ګونګیانو د ټولنې استازي وايي چې د دوی په منځ کې په سلګونه تنه له دولسمو، څوارلسمو او شپاړسمو ټولګيو فارغ شوي خو حکومت ورته هيڅ پاملرنه نه ده کړې. دوی له حکومت نه غواړي چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ورته د کار کولو زمینه برابره کړي.
د دغې ټولنې يو تن ترجمان محمد نواب شېرزاد چې د يوه ګونګي ارشاروي ژبه يې ژباړله خبریالانو ته وویل:

(( دوی وايي لکه څنګه چې دا نور خلک په دولت کې کار کوي، موږ ته دې هم د کار کولو موقع راکړل شي. موږ هم تعلیم یافته یوو، مکتبونه مو ویلي، پوهنتونونه مو ویلي، سي وي مو جوړې کړي، موږ د خپل حق د غوښتلو لپاره راغلي یوو، موږ هم کور کې بچي لرو، مور او پلار لرو.))

ګونګيانو ته د هغوی د حقونو يو تن مبارز عطاالرحمن سیف د یوه ګونګي له خولې وايي، د ګونګیانو په ټولنه کې زیات شمېر کسان داسې دي چې بال بچ او کورنۍ ورتر غاړې دي، دوی له حکومت نه غواړي چې د کار کولو زمینې ورته برابرې کړي:

(( د معیوبینو ريآست دوی په رسمي توګه نه مني. هغوی وايي چې دوی له موږ سره د قانون په لایحه کې معذوره نه یئ. دوی وايي چې موږ د دې ټولنې خاص برخه تشکيلوو. معذوره یوو، ګونګیان يوو، خپلو کورنيو ته غاړه کې پراته یوو. زموږ ډېر داسې مشکلات شته چې هغه موږ سره زموږ کورنۍ او د ټولنې وګړي ګالي. نو که دغه رسنۍ زموږ غږ دې چارواکو ته ورسوي او هغوی زموږ په دې مشکلاتو اساسي فکر وکړي، نو زموږ دا مشکلات به حل شي.))

بلخوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وايي چې د پیدایشي معذوره لپاره د دولت لخوا کوم قانوني امتیاز نشته، خو که په دولتي ادارو کې د کار کولو لپاره په ازموینه کې برخه واخلي، درې سلنه رعایت هم ورسره کېږي.

د لاریون په اخره کې د ګونګیانو ټولنې يو ليکلي پريکړه لیک هم په خبريالانو وویشه چې په يوه ماده کې یې راغلي وو، ګونګيان هم د ټولنې يوه برخه تشکیلوي او ګڼ مسوولیتونه هم ورترغاړه دي چې دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، حکومت ته په کار دي چې د دوی ستونزې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG