د لاسرسي ځای

تازه خبر

راپور: ترهګرۍ افغانستان او پاکستان ډېر ځپلي دي


د اسټريليا اقتصاد او امنيت انسټيټوټ يوې ادارې، د بشريت لپاره لید لوری يا (Vision for Humanity) د نومبر په پنځلسمه خپل رپورټ کې ويلي چې په ۲۰۱۶ کال کې ترهګرۍ د نړۍ ډېرو ځپلو هېوادونو کې افغانستان دوهم او پاکستان پنځم نمبر دی.لومړی هغه عراق ښودل شوی.

دې رپورټ کې د ترهګرۍ لوی سببونه سياسي عوامل او مذهبي بنسټ پالنه ښودل شوي دي. همداراز ويل شوي چې په نړۍ کې داعش، طالبان، القاعده او بوکو حرام څلور لويې وسله والې ډلې دي. په دې کې طالبان او داعش په افغانستان او پاکستان کې تر دا نورو ډېرې فعالې دي.

په نړۍ کې په ۲۰۱۶ کال کې ترهګرۍ تر ټولو ډېر مالي زيان عراق ته او ورپسې افغانستان ته اړولی دی. همداراز وسله والو ډلو د غيرقانوني لارو پېسو پېدا کولو ته دوام ورکړی دی
رپورټ

څېړونکی حکمت الله اعظمي وايي د امن راوستلو لپاره بايد دغو ډلو پر وړاندې جلا جلا ستراتيژي غوره شي. ((طالبان يوه لويه وسله واله ډله ده خو کوښښ کوي چې ځان د يو سياسي قوت په توګه هم وښيي. نو ځکه بايد لومړی ورسره د مذاکراتو هلې ځلې وشي. د داعش پر خلاف بايد ډېر پام پر نظامي زور کارولو وي. همداراز د پیسو سرچينې يې هم بايد کنګل کړل شي.))

تحريک طالبان پاکستان په دې سيمه کې يوه بله فعاله وسله واله ډله ده. خو پاکستاني ځواکونو يې په قبايلي سيمو کې پر ضد د څو پوځي عملياتو په کولو سره مرکزونه ختم او زور ورکم کړ. افغان او امريکايي چارواکو غوښتنه کړې چې همدغسې کاروايي دې د هغو افغان طالبانو پر ضد هم وشي چې په افغانستان کې حملې کوي او پاکستان کې پټنځايونه لري. خو اسلام اباد تل پر خپله خاوره د وسله والو مرکزونو شتون رد کړی او وايي د سيمې امن ته ژمن دی.

افراسياب خټک
افراسياب خټک

​د سيمه ييزو چارو پوه، افراسياب خټک وايي که پاکستان طالبان د ځان لپاره ګواښ نه بولي، د داعش له پراخوالي بايد وويريږي او د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د کابل سره لاس يو کړي.

نوموړی زياتوي: ((طالبانو او داعش د يو سخت دريځ دوه ډلې دي. يوازې د زمکې د قبضو پر سره يو څه اختلافات لري. دواړه د افغان دولت پر ضد جنګيږي. خو که دا تشدد همداسې دوام وکړي اور يې پاکستان ته هم رسي. نو د داعش موضوع بايد جدي وګڼل شي. دا ډېره د تشويش مسله ده.))

وسله والې ډلې څنګه ختمېدای شي؟

د اسټريليا اقتصاد او امنيت انسټيټوټ په رپورټ کې دا هم راغلې چې وسله والې ډلې له دريوو وجو ختمېږي. يوه يې خپل منځي اختلافات، دوهمه يې پوځي ماتې او درېيمه يې د سياسي مذاکراتو له لارې خپلو هدفونو ته رسېدل دي. افغان حکومت کوښښ کړی چې طالبانو سره د خبرو له لارې هغوی د سياسي روغې جوړې برخه کړي خو تر اوسه بريالی شوی نه دی.

پاکستاني چارواکو وخت په وخت ويلي چې پر افغان طالبانو اثر رسوخ لري خو دومره نه چې مذاکراتو ته يې راولي. افراسياب خټک وايي پاکستان به تر هغې دا کار ونه کړي تر څو چې ترهګري په رښتيا هم ګواښ ونه بولي. ((د ترهګرۍ يو واضحه تعريف نشته. پاکستان لا هم په ترهګرو کې ښه او بد لټوي. دلته بيا دا خبره هم کيږي چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان موجود دي. نو په دې ټولو مسلو بايد خبرې وشي.))

XS
SM
MD
LG