د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجاهد: طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیلیدو لپاره هڅې کوو


د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد وايي په افغانستان کې د دایمې سولې او ثبات رامځته کولو په باب د افغان حکومت پالیسي سیاسي حل لارهده اوهمدۍ پالیسي ته په کتو یادې شورا هڅې روانې کړي، چې وسلوالو طالبانو سره مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

مجاهد چې د یادې شورا د یو پلاوي په مشری لوګر ولایت ته تللی د دوشنبې ورځې ناوخته مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د سولې عالي شورا فیصله کړې چې دایمې سولې ته د رسیدلو لپاره د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو او سیمو د خلکو له مختلفو قشرونو سره هم وګوري او پدې اړه د هغوی سلا مشورې راټولې کړي.

نوموړی وايي:

((دا چې د ملي یووالي حکومت فیصله کړې چې لدې وروسته د سولې له لارې او د سیاسي حل لارې په واسطه ملي ثبات رامنځته شي، نو په همدې خاطر د سولې عالي شورا پرېکړه دا ده، چې په ټولو ولایتونو کې د افغانستان د بیلابیلو پرګنو، مختلفو قومونو، علماء کرامو، مدني ټولنو او میرمنو د ټولنو سره مشورې وکړي، چې څنګه کولای شو په افغانستان یوه داسې تلپاتې سوله رامنځته کړو، چې په هغه کې د ټولو عزت او ابرو خوندي وي، پدې اړه موږ د سولې عالي شورا غواړو چې د خلکو نظرونه مرکز ته انتقال کړو او هغوی يې بیا د افغانستان حکومت ته انتقال کړي.))

​د سولې عالي شورا چې له څو کلونو راهیسې فعالیت لري او په ولایتونو کې يې ځايي دفترونه او کارکوونکي شته، یوه نیوکه پرې داده چې د یادې شورا لاسته راوړنې په هغه کچه ندي، چې خلک يې هیله لري.

پدې اړه عبدالحکیم مجاهد وايي، د سولې عالي شوراسوله ییز ذهنیت خور کړی، خو دا مني چېیاده شورا پدې ندې بریالی شوی، چې وسلوال طالبان افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو لپاره د مذاکراتو میز ته کینوي.

دی وايي، له اوسنیو هلو ځلو موخه دا ده چې وسلوالو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي:

د سولې عالي شورا د تل لپاره هلې ځلې کړي دي، چې په قضیې کې مختلفو اړخونو ته قناعت ورکړي، د څو کلونو په اوږدو کې دا شورا توانیدلې ده، چې په افغانستان کې پرګنې پدې باندې قانع کړي چې د افغانستان د مسالې د حل یواځنۍ لاره سیاسي حل لاره ده، همدا د دې شورا د هڅو نتیجه ده چې نن هر افغان د سولې لپاره چیغې وهي، البته تر اوسه موږ د دولت د وسلوالو مخالفینو سره پراخه ناسته نده درلودلې، چې په هغه کې د دوی نظریات هم واورو او د افغانستان د حکومت نظریات هم انتقال کړو، هڅې روانې دي، چې نیغ په نیغه داسې مذاکرات رامنځته شي، چې وسلوال مخالفین خپل ټول هغه نظریات د مذاکراتو پر میز باندې مطرح کړي او د هغو په نتیجه کې په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد وړاندې وویل، د یادې شورا په نوې سټراتيژۍ کې دا شته چې د ټول هېواد په کچه د مختلفو قشرونو نظرونه راټول شي او د هغې په رڼا کې بیا د وسلوالو مخالفینو سره پراخو مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:

د سولې عالي شورا نوی مشرتوب چې رامنځته شوی دی، هغوی یوه وسیع او پراخه سټراتيژي جوړه کړې ده، چې په هغه کې به د افغانستان له ټولو پرګنو سره او د مختلفو ټولنو سره مشورې کیږي او د هغې په نتیجه کې به د وسلوالو مخالفینو سره پراخه مذاکرات رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG