د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې په نږدې سیمو کې يې ښوونځي نشته او زده کوونکي تر ښوونيځو په اوږدو مزلونه کوي.
د خوست ځيني قومي مشران له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د اوسنیو سیاسي او امنیتي ستونزو د حلولو او د خلکو اقتصادي حالت ښه کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.
د افغانستان د هرات ولايتي شورا د يوه مخکني غړي په ګډون پنځه کسان د انسان تښتونې پر جرم ځړول شوي دي.
که څه هم سږني لمریز کال کې چارواکي د خوست د کرنې په سکټور کې د یو شمېر پرمختګونو خبره کو، خو زیاتوي چې د ځینو فشارونو له کبله د یادې ادارې اړوند یو شمېر پروژې ځنډیدلي هم دي.
نن د سېشنبې په ورځ له غرمې مخکې د لوګر مرکز پل علم ښار کې د برکي برک د ګاډو اډې مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې لږ تر لږه یوولس ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.
د خوست لسګونه قومي مشران، دیني عالمان او مدني فعالان له څو ورځو راهیسې ناستې او غونډې لري او د خوست د امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د تبدیلی له پرېکړې سره مخالفت څرګندوي.
د افغانستان ۱۷ کلن لوبغاړي مجيب ځدراڼ د بنګله دېش په پريميير لېګ سياليوو کې لوبېدو لپاره دغه هېواد ته ورغلی دی. هغه سپينر يا ورو بالر دی. د افغانستان کرکټ بورډ پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې مجيب به د کومیلا ویکټورینز (Commila Victorians) لپاره لوبیږي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند کمپونو سيمه کې د پنجشنبې پر ورځ شاوخوا دوه نيمې بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو د پخواني قومندان شېخ اکرم کور مخې ته ځانمرګی بريد شوی چې په ترڅ کې يې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷تنه نور ټپيان شوي دي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سمیو کې يې په وروستۍ یوه اونۍ کې د جنايي جرمونو په تور۱۴ تنه نیولي دي.
د افغانستان هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، چې د خوست هوايي ډګر د ځغاست ـ لیکې جوړلو په تعقیب به ډېر ژر د هوايي ډګر پر اړوندو نورو تاسیساتو هم کار پیل شي او په نږدې راتلونکې کې به پروازونو ته چمتو شي.
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال وړاندیز کوي چې د قومي تعصب موضوع دې په قانون کې ځای پر ځای شي چې ...
که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د سولې عالي شورا د حکومت او طالب استازو ترمنځ د احتمالي خبرو په اړه بې خبري ښيي، خو د طالبانو یو پخوانی غړی وايي، تمه ده چې دغه خبرې تر راتلونکو لسو ورځو پورې د قطر په پلازمینه دوحه کې وشي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته