په داسې حال کې چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزنو تارونو غځولو لړۍ پیل کړې، د افغانستان د بلوڅانو سراسري شورا وايي چې د ډيورند کرښې په تړاو د دوی دریځ روښانه او د رسمي کېدو په اړه به یې د هرې پرېکړې پروړاندې ودرېږي.
د دغې شورا اداري پلاوي مشر عبدالستار پردلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل:
"بلوڅانو نه پرون دا کرښه منلې او نه به یې هم نن ومني، او که خدای مهکړه، دا کرښه څوک دلته ومني، بلوڅان به د دغې جعلي کرښې پروړاندې ودرېږي او د دغې کرښې په اړه د دوی دریځ روښانه دی."
په دا وروستیو کې د ډیورند کرښې په اړه غونډې او حساسیتونه په داسې حال کې ډېر شوي چې پاکستانیې په اوږدو کې د اغزنو سیمو غځول پیل کړي او تېره اوونۍ په کابل کې د انګلستان سفیر نیکولاس کې دا کرښه رسمي بللې وه.
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت بیا تر دې وړاندې ویلي چې پاکستان داسې اسناد نه لري چې د ډیورند کرښه دې د محکمو او یا هم د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې، رسمي وګڼل شي.
خو پاکستان ادعا کوي چې دغه کار یې د امنیت د ټينګښت او له افغانستانه دغه هېواد ته د ورتلونکیو د مخنیوي لپاره کړی، هغه څه چې افغان حکومت یوه پلمه بولي.
په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې هم د دوشنبې په ورځ د ډیورند کرښې په تړاو تند بحثونه وشول او د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي له افغان حکومته وغوښتل چې د دغې کرښې په تړاو خپل دریځ روښانه کړي.
ښاغلي ابراهیمي وویل:
"د ډيورند کرښې خبره د افغانستان ملت پورې تړاو لري، دا شخصي مسئله نهده او باید حکومت د دغې قضیې په تړاو، خپل دریځ روښانه کړي چې د خلکو اندېښنې هوارې شي."
د ډیورند له لانجمنې کرښې ۱۲۴ کاله تېرېږي چې پاکستان یې د رسمي کېدو هڅه کوي، خو افغان لوری وايي، یوازې ملتونه په دې اړه پرېکړه کولای شي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په دې اړه بحث یوازې هغه وخت مطرح کېدلای شي چې افغانستان د بشپړ امنیت او ثبات لرونکی وي.
مخکې تر دې د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي وو چې دوی په یوه داسې ستراتېژي کار کوي چې د ډیورند کرښې په تړاو به د افغان حکومت رسمي دریځ څرګند کړي.
په ورته وخت کې څېړونکی او د ببرک کارمل د حکومت پر مهال د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سلیمان لایق وايي، پاکستان د ډیورند کرښې د حقانیت هېڅ حقوقي اسناد نهلري.
راپور: ناجیه ساپۍ