نن د دوشنبې په ورځ د خوست د مرکز اړوند په لکڼو کې د نور کانال د جوړولو ودانیزې چارې پیل شوې.
په داسې حال کې چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزنو سیمونو د غځېدو لړۍ پیل کړې، د افغانستان د ...
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي،د ملي امنيت منسوبینو د وسلو يوې لویې زېرمې په راسپړلو او جوتولو سره یې د ترهګرو کړو مخه نيولي ده.
په خوست کې مدني فعالان، د رسنیو استازي او د ولایتي شورا غړي وايي، تر هغه چې رسنۍ، ولایتي شوراګانې، ټولنیز سازمانونه او مدني ټولنې په خپلو کې پوره همغږي او همکاري ونلري، نشي کولای ځنو مهمو ټولنیزو ستونزو او د خلکو غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.
د ګونګیانو په ټولنه کې زیات شمېر کسان داسې دي چې بال بچ او کورنۍ ورتر غاړې دي، دوی له حکومت نه غواړي چې د کار کولو زمینې ورته برابرې کړي
د جمعې په ورځ په خوست کې حیدرخېل ادبي بهیر څوارلس هغه ښوونکي او استادان چې د خپل ژوند ډېره برخه يې د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې تېره کړې او خپلې دندې يې په ښه ډول ترسره کړي دي په ستاینلیکونو او عزازي لونګیو وستایل.
په خوست کې د دولس سوهمیشتو وزیرستانیو کډوالو له غریبو او بې وزله کورنیو سره د بزو، چرګانو او د هغې لپاره د خوراکي د ورکولو پروګرام پیل شو.
د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسلهوالو حمله کوونکو له حملې څو ساعته وروسته بېرته خپرونې پیل کړې. د شمشاد ټلوېزیون مسؤلانو لا ...
په کابل کې پر شمشاد ټلوېزیون تر بريد وروسته نوموړې رسنۍ خپلې خپرونې بیا پیل کړې دي.
د افغانستان د زراعت وزارت د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې ګروندګرو ته د اقلیم د بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو زیانونو د کمولو په موخه د دوه سوه څلوېښت ميليونو افغانيو په ارزښت پروژې پيلوي.
د شنبې په ورځ د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مخوروپه هغه غونډه کې چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ يې جوړه کړې وه، هغه ډلې او افراد وغندل چې پدې هېواد کې د جګړو دوام ته لمن وهي او افغان وژنې ته جواز ورکوي.
د خوست خبریالان او د بیلابیلو رسنیو استازي دوی ته پر وخت د مالوماتو نه ورکول، خودسانسوري، د قانون په واکمنۍ کې ستونزې او تر پایه د ډېریو قضیو او پېښو نه څېړل د هغوی د کار پر وړاندې د مهمو ننګونو په توګه بولي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته