د ګونګیانو په ټولنه کې زیات شمېر کسان داسې دي چې بال بچ او کورنۍ ورتر غاړې دي، دوی له حکومت نه غواړي چې د کار کولو زمینې ورته برابرې کړي
د جمعې په ورځ په خوست کې حیدرخېل ادبي بهیر څوارلس هغه ښوونکي او استادان چې د خپل ژوند ډېره برخه يې د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې تېره کړې او خپلې دندې يې په ښه ډول ترسره کړي دي په ستاینلیکونو او عزازي لونګیو وستایل.
په خوست کې د دولس سوهمیشتو وزیرستانیو کډوالو له غریبو او بې وزله کورنیو سره د بزو، چرګانو او د هغې لپاره د خوراکي د ورکولو پروګرام پیل شو.
د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسلهوالو حمله کوونکو له حملې څو ساعته وروسته بېرته خپرونې پیل کړې. د شمشاد ټلوېزیون مسؤلانو لا ...
په کابل کې پر شمشاد ټلوېزیون تر بريد وروسته نوموړې رسنۍ خپلې خپرونې بیا پیل کړې دي.
د افغانستان د زراعت وزارت د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې ګروندګرو ته د اقلیم د بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو زیانونو د کمولو په موخه د دوه سوه څلوېښت ميليونو افغانيو په ارزښت پروژې پيلوي.
د شنبې په ورځ د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مخوروپه هغه غونډه کې چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ يې جوړه کړې وه، هغه ډلې او افراد وغندل چې پدې هېواد کې د جګړو دوام ته لمن وهي او افغان وژنې ته جواز ورکوي.
د خوست خبریالان او د بیلابیلو رسنیو استازي دوی ته پر وخت د مالوماتو نه ورکول، خودسانسوري، د قانون په واکمنۍ کې ستونزې او تر پایه د ډېریو قضیو او پېښو نه څېړل د هغوی د کار پر وړاندې د مهمو ننګونو په توګه بولي.
د خوست په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال د ځايي چارواکو او نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې دوی سره دې د ژمنیو توکو مرستې وشي.
د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند وزیر اکبرخان په سیمه کې چاودنه شوې ده.
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان پر وسلهوالو مخالفینو د وسلو د خرڅولو په تور نيول شوی دی. د کندهار د ...
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ولس غږ وکړ چې د سولې په راوستو کې لاس په کار شي، "هر ننګرهاری ورور، خور، که مشر دی او که ځوانان دي، ټول به د يوه ملي مسوولیت په توګه د سولې د تحقق او ملي پخلاینې لپاره به انشاالله په ننګرهار کې کلکې هلې ځلې پيلوي."
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته