د لاسرسي ځای

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي،د ملي امنيت منسوبینو د وسلو يوې لویې زېرمې په راسپړلو او جوتولو سره یې د ترهګرو کړو مخه نيولي ده.

د دوشنبې په ورځ د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د رسنيو په دفتر کې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل، د ملي امنيت منسوبینو د وسلو دغه زېرمه د مومندرې ولسوالۍ په څنډو کې موندلې چې په ادعا یې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې وروړل شوې وده.

دوی وايي، په وسلو کې ۴۱ توپنچې، ۲۷ دانې کلاشینکوفونه او د زرګونو په شمېر مرمۍ شاملې دي.
ګلاب منګل وايي د ملي امنيت د منسوبينو د ښې رهبرې په وجه ګڼې لاسته راوړنې د امنیت په ټينګښت کې، د ځانمرګو ډله نيونه، د سړي تښتوونکو، وسله والو غلو او د ځینو هغو اشخاصو چې د هېواود ولس ځوروي، ګواښي او باج ترې اخلي، د دغسې اشخاصو پر وړاندې بریالیتوبه لرلي او لري به یې.

د ملي امنیت منسوبینو د رسنيو په دفتر کې هغه وسلې د رسنيو پر وړاندې ايښې وې چې په مومندرې ولسوالې يې تر لاسه کړې وې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG