د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې افغان ټيلي کام خپل خدمات پراخه کړل


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د ۶۵ ميلونو ډالرو په لګښت د افغان ټيلي کام شرکت په چوکاټ کې د سلام په نوم سيمکارت او د تري جي په نوم انټرنيټي خدمتونو اسانتياوې په ننګرهار کې پرانستې.


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د ۶۵ ميلونو ډالرو په لګښت د افغان ټيلي کام شرکت په چوکاټ کې د سلام په نوم سيمکارت او د تري جي په نوم انټرنيټي خدمتونو اسانتياوې په ننګرهار کې پرانستې.

په ننګرهار کې د تري جي انټرنيټي خدمتونو اسانتياوې او د سلام په نوم سيمکارت د سه شنبې يا نهې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې پرانستل شو.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اداري مرستيال عبدالوهاب سادات د تري جي او سلام سيمکارت په اړه مشال راډيو ته وويل:

« ټولو ننګرهاريانو ته دې مبارک وي چې د افغانستان د دولت لخوا داسې يو مخابراتي شرکت افتتاح شو، د سلام په نوم چې هغه د دوی خپل ملکيت دی. د دې شرکت عمومي فعالينونه دا دی چې د مبايل له طريقه د انټرنيټ د سهولتونو د برابرولو لپاره زموږ هيوادوالو ته خدمات وړاندې کوي. د دې سلام شبکې ټول لګښت ۶۵ ميلونه ډالره دی چې دا ۶۵ ميلونه ډالر د افغان ټيلي کام شرکت له خوا برابريږي.»

ګڼ شمير ننګرهار ميشتي خوشحاله ول چې په دولتي چوکاټ کې له انټرنيټي اسانتياوو برخمن کيږي، يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« سادات يم د ننګرهار يو تن اوسيدونکی، موږ د افغان ټيلي کام د شبکې د تري جي او جي ايس ايم کوم نوی سستم چې دوی فعال کړو، ډير زيات خوشحاله يم دې ته، ځکه چې د دې نرخونه هم ارزانه دي. او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې که د دغه شبکې نه موږ استفاده وکړو، په دې چې زموږ څومره مصارف موږ کوو. دا ټول د دولت بوديجې ته ځي.»

یو بل تن هم خوښ و چې په اسانه او ازانه توګه به له انټرنيټي سهولتونو برخمن شي.

« زمری هيواد يم د جلال اباد ښار يو تن اوسيډونکی، زه ډير خوشحاله يم چې په جلال اباد ښار کې د سلام تري جي پرانسته وشوه. دا د نورو شبکو پر تله موږ ته ډير اقتصادي تماميږي، ځکه موږ محصلين يوو، دومره پيسې نه لرم چې د نورو شبکو نه استفاده وکړو، دا سلام تري جي نرخونو له نورو څخه په ټيټه بيه کې دي، زه اوس دلته راغلی يم افغان ټيلي کام نماينده ګۍ ته چې د سلام سيمکارت تر لاسه کړم.»

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، د افغان ټيلي کام شرکت د سلام په نوم سيمکارت د فرورۍ په څلورمه نيټه د ولسمشر حامد کرزي له خوا پرانستل شو چې ياد خدمتونه په کابل کې پيل شوي چې په راتلونکي يوه اونۍ کې به په لسو لويو ښارونو کې پرانستل کيږي او په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د افغانستان ټولو ولايتونو ته وغځيږي.

د سلام سيمکارت نه به اړيکي د ثانيو په اساس وي چې يوه ثانيه به څلور پوله مصرف ولري. همدا رنګه يو جي بي انټرنيټي سهولت به دوه نيم سوه افغانۍ، درې جي بي په شيږ سوه افغانۍ او پينځه جي بي باندې به نهه سوه افغانۍ مصرف راځي.
XS
SM
MD
LG