د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي هلې ځلې کوي


پراګ - د افغانستان په مرکز کابل کې تر شا و خوا ۱۳ کلونو وروسته یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده. په دې ماشومې کې پر داسې مهال د پولیو وایرس موندل شوی دی چې د سې شنبې پر ورځ، په کابل کې د پولیو مخنیوي واکسیني څاڅکو کیمپېن دوام درلود.


درې کلنه ناروغه نجلۍ د کابل په ختیځ کې اوسي. د رسنیو له وینا سره سم، د ګوزڼ ناروغۍ دې واقعې روغتیايي چارواکي اندېښمن کړي دي. ناروغي د کوچیانو په یوه کورنۍ کې موندل شوې ده چې له یو ځایه بل هغه ته حرکت کوي.

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې د پولیو وایرس موجود دی چې د خلکو له یو ځایه بل هغه ته له تګ سره له یو ځایه بل هغه ته انتقالېږي.

که حقیقت ته وګورو نو د عامې روغتیا وزارت [لاس ته راوړنه] ښه ده، موږ یې ښه ارزیابي کوو.
ډاکتر اغا ګل دوست
د عامې روغتیا وزارت د واکسینو ملي پروګرام مشر ډاکتر اغا ګل دوست مشال راډیو ته وویل چې هغه خلک چې پاکستان ته ځي او بیا افغانستان ته راځي د دې وایرس انتقال کوي:

((دغه وایرس په مکمله توګه له افغانستانه نه دی ورک شوی. خو دا محل یې تغیر کوي. لکه اوس په ۲۰۱۲ [ز کال] کې دا ناروغي په شرقي حوزه یانې کونړ او ننګرهار کې زیاته وه. دا چې دا واقعه اوس په کابل کې شوې ده، داسې نوې خبره نه ده. خو چون تا ته مالومه ده چې خلک [له یو ځایه بل هغه ته ځي]. او کابل خو یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تقریباً د ټول مملکت دروازه ده. بل طرفته هغه ماشومان چې له پینځو کلونو کم عمر لري، له تورخم او سپین بولدکه پاکستان ته اوړي، را اوړي. پاکستان هم یو له هغو مملکتو څخه دی چې تر اوسه دا واقعات پکې موجود دي.))

ډاکتر اغا ګل دوست وايي، د عامې روغتیا وزارت د هلو ځلو له کبله هر کال په افغانستان کې د ګوزڼ واقعې په کمېدو دي:

((په ۲۰۱۱ [ز کال] کې موږ [د ګوزڼ ناروغۍ] ۸۰ پېښې درلودې. په ۲۰۱۲ کې دا پېښې ۳۷ ته ښکته شوې. په ۲۰۱۳ کې یوازې ۱۴ [کسان ګوزڼ ووهل]. سږ کال تر اوسه پورې موږ دوه واقعې مثبتې لرو. یانې که حقیقت ته وګورو نو د عامې روغتیا وزارت [لاس ته راوړنه] ښه ده، موږ یې ښه ارزیابي کوو.))

موږ په هر کال کې څلور کیمپېنونه لرو چې په ټول مملکت کې یې سر ته رسوو.
ډاکتر اغا ګل دوست
د افغانستان د واکسین ملي پروګرام مشر ډاکتر ګل اغا دوست وايي، په افغانستان کې دوی د ټول هیواد په سطح هر کال څلور ځلې او د ځانګړو سیمو لپاره ځانګړي کیمپېنونه کوي چې د ګوزڼ ناروغۍ سم مخنیوی وکړي:

((موږ په هر کال کې څلور کیمپېنونه لرو چې په ټول مملکت کې یې سر ته رسوو. موږ څلور نور کیمپېنونه لرو چې هغه فرق کوي. مثلاً په تېرو کلونو کې زموږ زیات [د ګوزڼ ناروغۍ] واقعات چې ول په جنوب کې ول، په جنوب شرق او شرق کې ول – په شمول د فراه، فراه د غرب ولایت دی – تقریباً په ۱۴ ولایتونو کې ول. موږ به کله کیمپېن په ۱۴ ولایتونو کې کاوه، کله په لسو کې. لکه اوس چې په کابل کې – د ده سبز او باګرام په ګډون – موږ کیمپېن کوو. کله چې د [پولیو] واقعه وشي نو موږ دا ډول کیمپېنونه پیلوو.))

ډاکتر دوست زیاتوي چې په ځینو ولایتونو کې د امنیت خرابې وضعې له کبله د پولیو ناروغۍ مخنیوي کیمپېن سم نشي کېدای او همدا عمل د دوی اندېښنې زیاتوي.

په نړۍ کې یوازې په درو هیوادونو افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې د پولیو ناروغي موجوده ده. په یادو هیوادونو کې وسله والې ډلې زیاتره وخت د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي کیمپېنونو پر کارکوونکو حملې کوي.
XS
SM
MD
LG