د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د بې وسلې کولو پروګرام ته لوی شمېر وسلې وسپارل شوې


د خوست ولایت چارواکي ډایاګ ته سپارل شوې وسلې ګوري
د خوست ولایت چارواکي ډایاګ ته سپارل شوې وسلې ګوري
خوست: یو شمېر هغه سپکې او درنې وسلې چې په خوست کې د ملي امنیت د سرتیرو له خوا د پوځي عملیاتو او تلاشیو پر مهال یا د غیر مسوولو اشخاصو څخه نیول شوې وې، په یاد ولایت کې د بې وسلې کولو پروګرام (ډایاګ) چارواکو ته وسپارل شوې.

د خوست ولایت د حکومتي او پوځي چارواکو په وینا ، دوی د ولسمشر د فرمان په رڼا کې ځکه ټولې شوې وسلې ډایاګ پروګرام ته سپاري، چې په ټولیزه توګه د غیر مسوولو کسانو سره د وسلو د شتون له کبله د ممکنه ګواښونو مخه ونیول شي، همدارنګه هغه سپکې او درنې وسلې چې د کارونې قابلیت لري، له سره ترمیم او افغان ځواکونو ته ورکړل شي او پاتې وسلې چې د کارونې او استعمال وړ نه دي او یا یې په استعمال کې خطر موجود وي په منظم ډول يې تخریب کړي.

په خوست کې دا ځل د ملي امنیت د مسوولینو له خوا ۱۳۶ میله سپکې او درنې وسلې په ځانګړي پروګرام کې د ډایاګ یا د بې وسلې کولو برنامې ته وسپارل شوې.

د ولایت مقام ویاند او مطبوعاتي مسوول مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې د یکشنبې په ورځ وویل، چې تر اوسه په خوست کې د افغان ځواکونو په عملیاتو، کمینونو، تلاشیو او وسلوالو سره په مخامخ نښتو کې نیول شوې، یو نیم زر میله سپکه او درنه وسله ډایاګ ته سپارل شوې ده:

ًپه دې وروستیو کې په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي او کشفي ارګانونو په خپلو چاڼیزو عملیاتو، وسلوالو نښتو او نیول شویو کمینونو کې تر یو نیمو زرو پورې سپکه او درنه وسله راټوله کړې او د ډایاګ پروګرام ته يې سپارلې دهً.

په خوست کې د ډایاګ د برنامې مشر د وسلې د سپارنې په مراسمو کې وویل، چې سږ کال یو سلو اویا میله سپکه او درنه وسله ورته امنیتي ارګانونو سپارلې ده، هغه د ملي امنیت ادارې دا فعالیت له دې کبله وستایه، چې د غیر مسوولو اشخاصو څخه د وسلو راټولول د سیمې له امنیت او ټیکاو سره مرسته کوي:

ًد ریاست امنیت له خوا مختلف النوعه وسلې دي، چې په دې کې ثقیله او خفیفه یا سپکې او درنې وسلې شاملې دي، چې جمله ۱۳۶ میله سلاح کیږي، سږ کال چې موږ کومې وسلې له جزوتامونو تر لاسه کړي تعداد يې ۱۷۰ میله ته رسیږي، زه د ریاست امنیت نه ډېره مننه کوم، چې ډېر لوی شهامت يې کړی ده، دوی هغه وسلې چې د غیر مسوولو اشخاصو سره په لاس کې وې، دې نه به يې غلطه استفاده کوله، راټوله کړې ده،اوس زموږ جزوتامونه دې ته اماده او چمتو دي، چې سلاح یوازې د دولت ملکیت دی، باید په هر ډول چې وي، د غیر مسوولو اشخاصو څخه راجمع شي، تر څو وروروژنه په دې هېواد کې ختمه شيً.

که څه هم په خوست کې افغان کشفي او امنیتي ادارې ډېر کله په مختلفو پوځي فعالیتونو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې راټولوي، خو تر اوسه هم په یاد ولایت کې له شخصي خلکو سره په ډېره اندازه وسلې موجودې دي، چې ورڅخه په قومي نښتو، شخصي دښمنیو او حتا د ناامنیو په جوړیدو کې کار اخیستل کیږي.
XS
SM
MD
LG