د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: بې وسلې کولو پروګرام ته دوه ټنه چاودیدونکې توکي وسپارل شول


په خوست کې د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا دوه ټنه چاودیدونکي توکي چې د بیلابیلو پوځي عملیاتو پر مهال نیول شوي ول، د ډایاګ یا د بې وسلې کولو پروګرام مسوولینو ته وسپارل شول، د امنیه قوماندانۍ د چارواکیو په وینا د یادو ناچاودو توکو په تور دوولس تنه مشکوک کسان هم د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په خوست کې د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا دوه ټنه چاودیدونکي توکي چې د بیلابیلو پوځي عملیاتو پر مهال نیول شوي ول، د ډایاګ یا د بې وسلې کولو پروګرام مسوولینو ته وسپارل شول، د امنیه قوماندانۍ د چارواکیو په وینا د یادو ناچاودو توکو په تور دوولس تنه مشکوک کسان هم د پولیسو له خوا نیول شوي دي.


خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د چارشنبې ورځې ماسپښین مهال د تخته بیکې په پوځي کلا کې د یادو چاودیدونکیو توکو د سپارلو پر مهال مشال راډیو ته وویل، چې په دې چاودیونکو توکیو کې د پرسونل او وسایطو ضد ماینونه د زیکو یو، ټانګ، توپ، هاوان، دهشکې، ماشیندار، راکټ انداز او د نورو وسلو په زرګونه مرمۍ او د ځانمرګي بریدونو یو شمېر واسکټ موجود دي.

د ډایاګ د مسوولینو په وینا د بې وسلې کولو پروګرام د نړیوالې ټولنې په مرسته داسې برنامه ده، چې د هغې په واسطه د غیر مسوولو کسانو څخه وسلې راټولیږي، هغه وسلې چې د افغانستان په اوسني پوځ کې د استفادې او کارونې وړ وي، افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، کومې وسلې چې ترمیم ته اړتیا لري، هغه له سره ترمیمیږي او کومې وسلې چې زړې او غیر معیاري وي هغه تخربییږي، یادې ادارې ته ناچاودي توکي هم، چې عموماً په پوځي عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورځي د تخریب له پاره سپارل کیږي.

فیض الله غیرت زیاتوي، چې د یادو چاودیدونکیو توکو د ځای پر ځای کولو، لېږدولو یا پټولو په تور يې دوولس تنه مشکوک کسان هم نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي:

((د وروستیو دریو میاشتو په اوږدو کې نږدې هره ورځ پولیس هغه ماینونه او ناچاودي مواد، چې د وطن د دښمنانو له خوا ځای پر ځای کیږي، یا دا چې په کومه ساحه کې پخواني پاتې شوي وي، کشف کړي دي، کومو ته چې ضرورت وه په هماغه ځای کې شنډ او خنثی شوي دي او پاتې دلته انتقال شوي دي، تاسو ولیدل چې په دې کې مختلف النوعه د توپ مرمۍ شاملې دي، د ټانګ مرمۍ دي د ار پي جي مرمۍ دي، د هاوان مرمۍ، د دهشکې، د زیکو یک مرمۍ، د ټانګ ضد ماینونه دي، پرسونل ضد ماینونه، انتحاري واسکټونه تاسو ولیدل، فیوزونه، پټاقۍ او ریموټ کنټرول ماینونه دي، دغه ټول د پولیسو له خوا کشف شوي، چې نن ورځ عملاً د ډایاګ پرواګرام ته وسپارل شول.))

د یادونې وده ده، درې ورځې وړاندې هم په خوست کې د ملي امنیت د ادرې له خوا یادې برنامې ته ۱۳۶ میله سپکه او درنه وسله سپارل شوې وه، په خوست کې د ډایاګ برنامې وايي، چې دوی ته تر اوسه د میشتو امنیتي ارګانونو له خوا تر یو نیم زره میله ډېره وسله سپارل شوې ده.
XS
SM
MD
LG