د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار په پنجوايي کې تړل شوي ښوونځي بیا پرانیستل شول


د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوهنې رياست د چارواکیو د هلو ځلو په پایله کې دوه بابه تړل شوي ښوونځي، چې د اتو کالونو راهیسې د زده کوونکیو پرمخ تړل شوي وو، بېرته پرانیستل شول.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوهنې رياست د چارواکیو د هلو ځلو په پایله کې دوه بابه تړل شوي ښوونځي، چې د اتو کالونو راهیسې د زده کوونکیو پرمخ تړل شوي وو، بېرته پرانیستل شول.


مشال راډیو ته د نوموړې ولایت د پوهنې ادارې څخه په رسیدلې خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد ښوونځي يې د پنجوايي ولسوالۍ په تلکان او زنګي آباد سيمو کي تېره ورځ د زده کوونکو پر مخ بيرته پرانيستل.

د کندهار د پوهنې رياست تدريسي امر محمد عوض نظري د نوموړو ښوونځيو د پرانيستنې پر مهال رسنيو ته وويل، چې دا ښوونځي د تېرو اتو کلونو راهيسې د زده کوونکیو پر مخ تړلي وو.
هغه وويل، دوی وتوانیدل، چې د تلکان او زنګي آباد د کليو د مشرانو او د پنجوايي ولسوالۍ د چارواکیو په مرسته دغه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

محمد عوض نظري وويل، د اوس لپاره په دغو ښوونځيو کي شاوخوا زر تنه زده کوونکي درسونه وايي، چې د ديارلسو تنو ښوونکو له خوا يې د زده کړو چارې پرمخ بیول کیږي.

د ده په خبره په يادو ښوونځيو کي به د نارينه زده کوونکیو تر څنګ نجونې زده کوونکې هم تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کوي.

د نوموړي د مالوماتو له مخې دم ګړۍ په پنجوايي ولسوالۍ کي د يوه دارالعلوم او د تجارت يوه ښوونځي په شمول شاوخوا ۱۸ ښوونځي فعال دي او د دې ولسوالۍ ۲۵ بابه ښوونځي لا هم د زده کوونکو پر مخ تړلي دي:

"موږ هر کور ته د پوهې د رسولو په برخه کي د خپلو روانو هلو ځلو په پايله کي نن وتوانېدو، چې د تلکان او زنګي آباد دوه ښوونځي، چې د ۲۰۰۴ مېلادي کال راهيسي تړلي وو، بيرته فعال کړو.موږ به د تړلو ښوونځيو دا ډول پرانيستنو ته دوام ورکړو او له قومي مخورو څخه مننه کوو، چې زموږ سره يې په دې برخه کي پوره همکاري کړې ده. "

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي د کندهار د پوهني له ادارې څخه مننه وکړه، چې د نوموړې ولسوالۍ ټولو سيمو ته د تعليم د رسولو هڅې کوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د پوهنې د ادارې او سيمه ييزو خلکو په مرسته به د پنجوايي د ټولو ښوونځيو د پرانيستنې او فعالتيا په برخه کې هڅې روانې وساتي.

د يادوني وړ ده په کندهار کي دا مهال ټولټال ۴۹۳ بابه ښوونځي شتون لري، چي اوس يې د فعالو ښوونځيو شمېر ۳۳۰ بابه ته لوړ شوی دی.
XS
SM
MD
LG