د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې بمي چاودنې ۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

پيښه نن غرمه شاه و خوا دولس نيمې بجې د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې د چپرهار اډې ته څيرمه رامنځته شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي او اووه تنه په کې ټپيان شوي دي.

پيښه نن غرمه شاه و خوا دولس نيمې بجې د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې د چپرهار اډې ته څيرمه رامنځته شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي او اووه تنه په کې ټپيان شوي دي.

د پيښې په سيمه کې يوه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په پيښه کې يوه ښځه او ماشومه چې په يوه رکشه کې سپاره ول، وژل شوي او ۷ تنه نارينه په کې ټپيان دي.

خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي چې په پيښه کې يوه ماشومه وژل شوې او شپږ تنه ټپيان دي.

د پيښې پړه تر دې دمه کومې ولسوالې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG