د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيکا کې فايبر شبکې پرانيستل شوی


له تېرو لسو کلونو راهيسې د افغانستان بېلابېلو برخو ته د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مخابراتي اسانتياوې رسولې او اوس غواړي لرو پرتو سيمو ته انټرنيټي خدمات ورسوي.

له تېرو لسو کلونو راهيسې د افغانستان بېلابېلو برخو ته د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مخابراتي اسانتياوې رسولې او اوس غواړي لرو پرتو سيمو ته انټرنيټي خدمات ورسوي، پکتيکا ولايت يو له هغو ولايتونو دی چې ډېرو ولسواليو ته يې لاهم ټليفوني اسانتياوې نه دي رسېدلي، خو په مرکز کې يې د نوري فايبر او ۳ جي سلام پرانيسته وشوه.


نن د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزير او د هغه سره پکتيکا ته تللي هئيت د ولايتي ادارې په مرسته د سلام 3G پرانيسته وکړه او ويې ويل چې له دې وروسته به ددې ولايت خلک وکولای شي په اسانۍ سره د ټليفوني خدماتو ترڅنګ انټرنيټ خدماتو څخه استفاده وکړي.

د مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزير اميرزي سنګين د پرانيستې غونډې ته وويل چې دوی د افغانستان ګوټ، ګوټ ته مخابراتي اسانتياوې رسولې او هېڅ داسې څوک نه دي پاتې شوي چې ټليفون ونه لري.

ده وويل پکتيکا يو له هغه ولايتونو څخه دی چې تر دې مهاله لا هم د ټليفوني شبکو د فعاليت په برخه کې يو څه نيمګړتيا د امنيتي ستونزو له امله لري، خو په نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزې هم د نور افغانستان د خلکو غوندې هوارې شي، موږ ويلای شو چې په تېرو لسو کلونو کې په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی او د هيواد ټول اوسېدونکي ټليفون ته لاسرسی لري :
” په ټول هيواد کې چې زه ګرځم، داسې څوک به نه وي چې هغه دې ټليفون ته لاسرسی ونه لري او يا دې خپل ټليفون ونه لري، پکتيکا کې هم خلک ټليفوني خدماتو ته لاسرسی لري، خو څه ستونزې شته د هغوی د هواري په موخه مو کارونه ګړندي کړي او له نوري فايبر او سلام تري جي خدمتونو سره به دا ستونزې لا هم هوارې شي “

ده دا هم وويل چې د نوري فايبر د پرانيستي او سلام 3G له خدمتونو سره به د پکتيکا خلک او په ځانګړي ډول ځوانان ډېره استفاده وکړي او لا به هم له نړۍ سره وصل شي.
د ده په خبره په پکتيکا کې د مخابراتو په برخه کې شته ستونزې يې درک کړې او د هواري په موخه يې کارونه ګړندي کړي دي.

غونډې ته د پکتيکا والي محب الله صميم هم وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په دې ولايت کې ډېر پرمختګونه شوي دي، ولايتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوې، ښوونځي جوړ شوي دي او لا زيات پرمختګ شوی، د ده په خبره چې د دې ولايت ټول پرمختيايي کارونه د دې لسو کلونو محصول دی :

” په دې ولايت کې لس کاله وړاندې چا دا فکر نه کاوه چې پکتيکا کې به داسې پرمختيايي کارونه کيږي، ښوونځي به ودانۍ لري، ادارې به تعميرونه ولري، پاخه سړکونه به وي، مخابراتي اسانتياوې به وي، دا فکر چا نه کاوه خو نن د دې ټولو څخه برخمن يو او لا به هم دې کارونو ته پراختيا ورکوو “

په پکتيکا کې د نوري فايبر او سلام ۳ جي خدمتونو پرانيسته په داسې حال کې کيږي چې د دې ولايت په لرو پرتو ځينو ولسواليو کې خلک لا هم ټليفوني خدماتو ته لاسرسی نه لري او د اړيکو نيولو له پاره په لسګونه کيلومټره مزل کوي .
XS
SM
MD
LG