نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.
د جمیعت علمای اسلام (ف ) یو مشر سېنېټر عبدالغفور حیدري مظاهرې ته د وینا پر مهال وویل، د عمران خان هېڅ اخلاقي جواز نه جوړېږي چې د وزیراعظم په څوکۍ پاتې شي ځکه چې د اولس سره کړې یوه ژمنه یې هم نه ده پوره کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په غږ د اکتوبر پر ۱۷مه (پرون) په کراچۍ کې يوه لویه غونډه وکړه چې پکې یې په سيند کې د خپلو صوبايي مشرانو ټاکنې بشپړې کړې او نورالله ترین یې صوبايي مشر وټاکه.
د وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، دا ټول کسان د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د غورځنګ په جلسه کې د ریاست پرضد د وینا ګانو په تور تورن شوي ول چې هغوی یې ردوي.
دا څرګندونې د پاکستان د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو د اکتوبر پر نهمه د کراچۍ په اړټس کونسل کې د افغانستان پر حالاتو جوړ شوي سیمینار ته کړې دي.
په پاکستان کې د کرکټ پوهان وايي، ولې نړیوالې کرکټ لوبډلې پاکستان ته نه راځي؟ باید چې د پاکستان حکومت پر خپلو نړیوالو پالیسیو له سره غور وکړي.
علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له ۱۶مې راهیسې د کراچۍ په یوه زندان کې بندي دی. پر هغه تور دی چې د تېر کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست ضد خبرې کړې وې.
د اګست پر ۱۴مه په کراچۍ کې پر یوه ګاډي د لاسي بم برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسان ووژل شول چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول. دا کورنۍ اصلاً د سوات ده چې په کراچۍ کې کاروبار لري. د هغې کورنۍ یو مشر نادر خان وايي، یوه میاشت تېره شوه خو لا هم مجرمان نه دي معلوم شوي. پر ګاډي د برید ذمه واري چا نه وه منلې خو
د سیند د ګوټکي ښار انتظامي مشر عثمان عبدالله تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، ګرفتاره کسانو د سفر قانوني اسناد نه لرل او ځینو یې یوازې تذکرې لرلې.
د ترهګرۍ ضد ۱۲م نمبر عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين ، د قومي اسمبلۍ د غړي محسن داوړ او په دې مقدمه کې نورو مفرورانو د جايداد تړلو رپورټ هم غوښتی دی.
د سيند حکومت دا پرېکړه د اګست پر ۳۰مه د صحت محکمې وزيرې ډاکټر عذرا پيچوهو په مشيري په يوه غونډه کې کړې ده.
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف تور پورې کړې چې اوسني حکومت ملک تباه کړی او عدالتونه یرغمال دي. نوموړي دا څرګندونې د پاکستان جمهوري تحریک جلسې ته په وینا کې کړې دي. د یاد تحریک مشر مولانا فضل الرحمان جلسې ته په وينا کې خپله هغه خبره بیا تکرار کړه
نواز شریف دا څرګندونې د اګست پر ۲۹مه په پاکستان کې د یو شمېر اپوزېشن ګوندونو اتحاد - پاکستان جمهوري تحریک - له خوا په کراچۍ کې جوړې کړې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د پاکستان په صنعتي ښار کراچي کې په یوه کارخانه کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.د چارواکو په وینا، دا اور د اګست پر ۲۷مه د کراچي په کورنګي سيمه کې د جامو جوړولو او رنګولو يوه کارخانه کې لګېدلی و، چې تر مازیګره پورې بل و، او بيا وروسته کنټرول کړل شو.
د چارواکو په وینا دا اور نن سهار (د اګست پر ۲۷مه) د کراچي په کورنګي سيمه کې د جامو جوړولو او رنګولو يوه کارخانه کې لګېدلی و، چې تر مازیګره پورې بل و، او بيا وروسته کنټرول کړل شو.
پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۲۱مه نېټه په کراچۍ کې د غورځنګ د يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزير د خوشي کولو لپاره د کراچۍ پرېس کلب مخې ته مظاهره کړې ده.
عدالت د اګست پر ۱۷مه په یوه اورېدنه کې د زندان له چارواکو او پولیس څخه وغوښتل چې د راتلونکې سېپټېمبر میاشتې تر څلورمې نېټې دې د علي وزیر د ناروغۍ په اړه راپور وړاندې کړي.
د پاکستان وفاقي حکومت غواړي چې د ټول هېواد په سکولونو کې یو ډول نصاب عملي شي. اوسمهال څلور واړه صوبې سرکاري ښوونځیو ته نصاب جوړوي او شخصي تعلیمي ادارې هم مختلف نصاب کاروي.
په کراچۍ کې پر یو موټر د لاسي بم په برید کې د خیبر پښتونخوا د سوات یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي او اته ژوبل دي. د کراچۍ د پوليسو مشر ايډيشنل انسپیکټر جنرل عمران يعقوب منهاس د اګست پر ۱۴مه ماښام مهال تر پېښه وروسته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا د لاسي بم يا کريکر بم برید وو. د پېښې ښکار شوې کور
نور وښیئ