د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر صحي معاینه دې بیا وکړل شي: عدالت


علي وزیر په کوټه کې د پي ټي اېم غونډې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۸، ۰۸ اپرېل
علي وزیر په کوټه کې د پي ټي اېم غونډې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۸، ۰۸ اپرېل

په سیند کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د کراچۍ زندان یوه مشر چارواکي ته امر کړی چې د محرم تر رخصتیو وروسته دې بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر طبي معاینه وکړي.

عدالت د اګست پر ۱۷مه په یوه اورېدنه کې د زندان له چارواکو او پولیس څخه وغوښتل چې د راتلونکې سېپټېمبر میاشتې تر څلورمې نېټې دې د علي وزیر د ناروغۍ په اړه راپور وړاندې کړي.

د علي وزیر وکیل قادر خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د ده موکل علي وزیر د ملا دړد لري، او تر نن ورځې یې په ناروغۍ کې هېڅ کمبوت نه دی راغلی. نوموړی وايي چې عدالت ته یې د علي وزیر د ښه درملنې لپاره خواست هم کړی وو.

قادر خان ايډوکېټ وايي، علي وزیر باید په روغتون کې د درملنې لپاره داخل کړل شي. دی زیاتوي چې اېم اېن اې علي وزير د ملا او پښتورګو ناروغي لري. د عدالت په امر هغه له زندان څخه روغتون ته یووړل شي خو له معاینې او ستن لګولو پس بیرته زندان ته یووړل شي. نوموړی زیاتوي که یې موکل په روغتون کې داخل نه شي نو د هغه صحت نه ښه کېدلای.

د ترهګرۍ ضد عدالت په نننۍ اورېدنه کې د علي وزير په يوه بله مقدمه کې په ضمانت د خوشې کېدو لپاره د هغوی وکيل قادر خان اېډوکيټ د ترهګرۍ ضد عدالت ته خواست وړاندې کړی چې عدالت ورته د اورېدنې لپاره د دسمبر څلورمه نېټه وټاکله.

وکیل قادر خان وايي، دا مقدمه د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۷مه د کراچۍ په شاه لطیف پولیس تاڼه کې درج شوی وو چې پکې د پولیس په چالان کې علي وزیر، محسن داوړ او نور مفروران لیکل شوي ول.

علي وزیر دې خوشې کړل شي

د سوهېلي وزیرستان په واڼه کې سلګونه اوسېدونکو د قامي اسمبلۍ د استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر د خوشې کولو لپاره د اګست په ۱۳ مه احتجاجي مظاهره کې د پاکستان له حکومت او امنیتي ادارو غوښتنه شوې وه چې په پارلیمان کې دې د دوی منتخب استازی خوشې کړي.

یاده دې وي چې علي وزير د جون پر ۱۱ مه د وفاقي بجټ په وخت د قامي اسمبلۍ غونډې ته چې د اسپيکر په پروډکشن ارډر وربلل شوی وو او هغه مهال هم نوموړي د ورپيښې ناروغۍ په اړه ویلي ول.

علي وزير له تېرو اوو مياشتو راهيسي د کراچۍ په زندان کې دی. د هغه پرضد پروسږ کال د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې په یوه جلسه کې تر وینا وروستو مقدمې درج کړل شوي دي. پوليس ادعا کوي چې علي وزیر د رریاست ضد څرګندونې کړي دي خو د نوموړي وکیل دغه تورونه رد کړي دي.

علي وزیر پروسږ کال د دسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نیول شوی وو چې بيا یې کراچۍ ته یووړ. له هغه سره نيول شوي د کراچي پي ټي ايم ټول غړي په ضمانت خوشې کړل شوي دي.

د علي وزير د ضمانت لپاره د پاکستان سپريم کورټ په کراچۍ رجسټرۍ ته یو خواست ورکړل شوی دی او د جون په ۲۵ مه یې وړومبۍ اورېدنه هم شوې ده.

له دې وړاندې سيند هاي کورټ او د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزير په ضمانت د خوشې کولو خواست رد کړی وو.

XS
SM
MD
LG