د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نیوزیلېنډ پسې انګلستان هم له پاکستان سره کرکټ لوبې وځنډولې


د انګلستان او پاکستان ترمینځ د ټي ۲۰ لوبې یو عکس له ارشیفه
د انګلستان او پاکستان ترمینځ د ټي ۲۰ لوبې یو عکس له ارشیفه

په پاکستان کې په بنده کوڅه کې ایسار نړیوال کرکټ په څو ورځو کې دننه یو په بل پسې لوی ټکانونه وخوړل. لومړی د سېپټمبر پر ۱۷مه نیوزيلېنډ له لوبو پر شا شو، بیا د سېپټېمبر پر ۲۰مه د انګلستان نارینه او ښځینه کرکټ ټیمونو اعلان وکړ چې دوی د امنیتي ګواښ له کبله پاکستان ته د لوبو لپاره کېدونکی سفر ځنډوي.

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي سيمې ته د سفر په اړه اندېښنې سېوا کېږي او دا به یې پر لوبغاړو فشار نور زیات کړي چې له وړاندې ورته کرونا وبا چاپېریال ساه تنګی کړی وو.

د دوی په وینا چې د لوبغاړو او نورو چارواکو ذهنی صحت ته لومړيتوب ورکوي او ویلي چې د انګلستان کرکټ بورډ په دغه پرېکړه د پاکستان کرکټ بورډ نه بخښنه غوښتې.

د انګلستان کرکټ بورډ پرېکړې ته په غبرګون کې د پاکستان کرکټ بورډ مشر رميز راجه په خپل يوه ټويټ کې ویلي، چې دغه پرېکړې ډېر خپه کړی او زياته کړې يې ده چې د ضرورت په وخت کې انګلستان له خپلې وعدې نه پر شا شو خو زیاتوي چې پاکستان به بيرته خپل ځای ته راشي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني کپتان سلمان بټ له مشال راډیو سره په خبرو کې د انګلستان کرکټ ډلو د سفر ځنډولو پر پرېکړه خپګان وښود او ویې ویل، د انګلستان چارواکي چې په اسلام اباد کې ګرځي هغوی ته خطره نه شته او لوبغاړو ته خطره ده؟

دی زیاتوي: "د انګلستان های کمېشن د سفر اېډوايزري ولې نه ده خپره کړې، هغه های کمېشن چې هره ورځ يې په اسلام اباد کې کمېشنر ګرځي او د مختلفو ځايونو عکسونه خپروي، کله له یوه او کله له بل سره ویني او ګپې لګوي."

ښاغلي بټ د انګلستان په دغه پرېکړه د افسوس څرګندونه کړې ده.

بل خوا په پاکستان کې د کرکټ پوهان وايي، ولې نړیوالې کرکټ لوبډلې پاکستان ته نه راځي؟ باید چې د پاکستان حکومت پر خپلو نړیوالو پالیسیو له سره غور وکړي.

د پاکستان کرکټ یو پخواني لوبغاړي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل:"د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې ځکه انکار وکړ چې دوی ته بشپړ ډول امنیت نه دی ورکړل شوی، همدا اوس د انګلستان لوبډلې هم ځکه له راتلو انکار وکړ چې هغوی اندېښنې لري. هغه هم خپه ده، د کرکټ هره لوبډله پاکستان ته د نه راتلو دلیل لري او له هم دې امله دوی منع کوي. پاکستان حکومت او کرکټ بورډ چارواکي باید د خپل راتلونکې په اړه فکر وکړي چې کوم حالات روان دي، نو زما په خیال د اسټرېلیا لوبډله به هم انکار وکړي."

ټاکل شوې وه چې د انګلستان کرکټ نارينه او ښځينه لوبډلې د اکتوبر پر ۱۱مه اسلام اباد ته سفر درلود. د انګلستان کرکټ لوبډلې د پاکستان له لوبډلې سره پر ۱۳م او ۱۴م اکتوبر په راولپنډۍ کې ۲۰-۲۰ اووريزه دوه سيالۍ تابيا شوې او د ښځينه کرکټ لوبډلې دوه ۲۰-۲۰ اووريزې او درې یو ورځنۍ سيالۍ ټاکل شوې وې.

د ښځينه کرکټ لوبډلې ۲۰-۲۰ اووریزې سيالۍ هم پر ۱۳م او ۱۴م اکتوبر په راولپنډۍ او بيا درې يو ورځنۍ سیالۍ په ۱۷، ۱۹، او ۲۱م اکتوبر هم په راولپنډۍ کې ټاکل شوې وې.

د نیوزيلېنډ کرکټ لوبډلې هم پر ۱۷م سېپټېمبر په داسې حال کې د پاکستان سفر ځنډولی وو چې په دغه ورځ هم په راولپنډۍ کې مېلمه لوبډلې له کوربه لوبډلې سره سيالي کوله، او د سيالۍ تر پیلېدو لږه شېبه وړاندې نيوزيلېنډ د سفر ځنډولو اعلان کړی وو.

پاکستان د نیوزيلېنډ په دغه پرېکړه هم خپګان ښودلی وو خو نيوزيلېنډ ویلي ول د خپلو لوبغاړو ژوند يې ډېر مهم دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG