د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورالله ترین د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیند صوبې مشر وټاکل شو


نورالله ترین کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ صوبايي ټاکنو پر مهال غونډې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م اکتوبر
نورالله ترین کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ صوبايي ټاکنو پر مهال غونډې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م اکتوبر

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پښتین په غږ د اکتوبر پر ۱۷مه (پرون) په کراچۍ کې يوه لویه غونډه وکړه چې پکې یې په سيند کې د خپلو صوبايي مشرانو ټاکنې بشپړې کړې او نورالله ترین یې صوبايي مشر وټاکه.

د اکتوبر پر ۱۹مه به بلوچستان او بیا تر هغه وروسته په خیبر پښتونخوا کې پي ټي اېم د غورځنګ صوبايي مشران ټاکي.

غونډې ته د پي ټي اېم د کراچۍ مشرانو ويناګانې وکړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر یونین کونسل او ضلع وروسته د صوبې په کچه د تنظیم سازۍ پیل د اکتوبر په ۱۷ مه له کراچۍ څخه وکړ او د ښار په سهراب ګوټ سیمه کې یې یوه غونډه وکړه چې ګڼو خلکو پکې ګډون وکړ.

پي ټي ايم کراچۍ د ښار په سهراب ګوټ سیمه کې د اکتوبر پر ۱۷ غونډه وکړه
پي ټي ايم کراچۍ د ښار په سهراب ګوټ سیمه کې د اکتوبر پر ۱۷ غونډه وکړه

د غورځنګ د سيند صوبې مشرانو لپاره په دې ټاکنو کې د ضلعو مشرانو برخه اخیستې او نورالله ترین یې د پي ټي اېم سيند صوبې د مشر په توګه وټاکه.

غونډې ته نور الله ترين په خپله وينا کې وويل، اوس یې کمېټيانې جوړي شوې دي او غورځنګ یې په هر ځای کې ځوانان لري: د نوموړي په وینا: "نن يوځل بيا افغان وطن کې ډېره ناروا او بده ورځ روانه ده. او په پاکستان کې - که خیبر پښتونخوا صوبه ده، جنوبي پښتونخوا ده او که د کراچۍ ښار دی - نن د پښتنو حالات پکې موږ وينو. د پي ټي اېم تنظیم تر بشپړېدو وروسته به لومړی د کراچۍ په زندان کې بندي د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ او قامي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزير د راخلاصون لپاره لوی اعلان کوي."

دې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنگ د کراچۍ يوبل غړي رويد الله وويل، چې دوی د پښتنو حقونه غواړي او له پرامنه او قانونې لارې به خپله مبارزه جاري ساتي. "په پښتون افغان وطن کې چې څوک په کوم شکل او طريقه له موږ سره ظلم کوي. موږ یې پرضد درېږو، څوک چې زموږ ماشومان تعليم ته نه پرېږدي. زموږ په وسايلو قبضه کوي. پي ټي اېم به یې تل لار نيسي."

غونډې ته د پي ټي ايم کراچۍ يوه بل غړي محمد شېر مسيد او نورو په خپلو وينا ګانو کې وويل چې د پي ټي اېم مشرانو اوس د علي وزير د خوشې کولو لپاره چې کوم پرېکړه هم وکړه، نو دوی به یې عملي کوي. اوس علي خان وزير نور په زندان کې بند ساتل نه شي زغملای، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامې اسمبلۍ غړي علي وزير پروسږ کال د پي ټي اېم د سهراب ګوټ تر جلسې وروسته ونيول شو او له تېرو لسو مياشتو راهيسې د کراچۍ په زندان کې دی.

هغوي زياته کړې چې پي ټي اېم به اوس خپل غورځنګ ډېر پرمخ بوځي، غورځنګ په پښتون وطن کې خلکو ته شعور او د خپلو حقوقو په اړه خبر کړي دي او د ظلم پروړاندې د ودرېدو نوم پي ټي اېم دی.

د پي ټي ايم د کراچې غړو په وينا د اکتوبر په۱۹ مه به بلوچستان او بیا تر هغې وروسته به په خیبر پښتونخوا کې پي ټي اېم خپل صوبايي مشران ټاکي.

پي ټي اېم د کراچۍ غړو يوځل بيا پر حکومت او امنیتي ادارو سختي نيوکې وکړې او و یې ويل چې ټول ورک کسان دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي. په پښتون مېشته سيمو کې دې د هدفي وژنو لړۍ بنده کړل شي. په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په مقدمه کې تورن د پولیس پخواني افسر راو انوار ته دې سزا ورکړي، خو پاکستانی حکومت او پوځ د پي ټي اېم دغه تورنه ردوي.

نقیب الله مسيد چې په ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې پوليسو د ترهګر په نوم وواژه. د هغه د وژنې پرضد په کراچۍ او د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې احتجاجي مظاهرې وشوې او بيا په اسلام اباد کې د ۲۰۱۸ز کال په فېبرورۍ کې د قبایلي سیمو ځوانانو يو لوی پرلت وواهه او هم په هغه ناسته کې پښتون ژغورنه غورځنګ (پي ټي اېم) جوړ شو.

پروسږکال (۲۰۲۰) د دیسېمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ جلسه کې د پي ټي ايم مشر منظور پښتین د تنظم سازۍ اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG