د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د افغان ولس په ملاتړ مظاهره شوې


 مظاهرچيانو ويلي، په پاکستان کې چې څه ډول جمهوريت، ازادي او بشري حقونه ولس ته ترلاسه دي، افغانانو ته هم بايد ورکړل شي.
مظاهرچيانو ويلي، په پاکستان کې چې څه ډول جمهوريت، ازادي او بشري حقونه ولس ته ترلاسه دي، افغانانو ته هم بايد ورکړل شي.

د اګست پر ۲۴مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته بېلا بېلو مدني ټولنو او فعالانو د "افغان یووالي کمېټۍ" تر انتظام لاندې مظاهره کې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې پر ښځو، فعالانو او خبريالانو سربېره د عام ولس حقونو خوندې کړل شي.

د مظاھرې انتظام کوونکي راشد علي مشال راډيو ته ويلي چې په پاکستان کې چې څه ډول جمهوريت، ازادي او بشري حقونه ولس ته ترلاسه دي، افغانانو ته هم بايد ورکړل شي.

" د افغانستان ګټه په جمهوريت کې ده. [په تيرو ۲۰ کلونو کې چې] د افغان ولس لپاره د تعليم، ازادۍ او بشري حقونو کومه لړۍ روانه شوې، هغه بايد دوام وکړي. پر ولس دې نور جنګونه نه تپل کېږي."

په کراچۍ کې د افغان ولس په ملاتړ دا مظاهره داسې مهال شوې چې له پنجشېر پرته د افغانستان د پلازمينې کابل په ګډون ټول ولايتونه طالبانو نيولي دي. نړيوال اندېښنه لري چې د طالبانو په راتګ سره به شخصي ازادي، بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه اغېزمن شي.

د "افغان یووالي کمېټۍ" يو مشر عبدالحکيم د مظاهرې پر مهال وويل چې له افغانانو سرہ د یووالي او نړ‎ۍ ته د دوی غږ رسولو لپارہ راټول شوي دي.

" نړۍ بايد افغانان په دې سخت وخت کې يواځې پرېنږدي. نړيوال دې هلته د جمهوريت ترڅنګ بشري حقونه او د ښځو حقونه پر ځای وساتي."

پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته د بهرنيانو په ګډون لسګونه زره افغانان د امريکا او نورو ايتلافيانو په مرسته د کابل هوايي ميدان له لارې له هېواده وتلي دي. په دې کې زياتره کسان له نړيوالو سره پخواني کارکوونکي دي، خو پر دې سربېره يوشمېر خبريالان، د بشري حقونو فعالان او حکومتي کارمندان هم هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

که څه هم د اګست پر ۱۵مه د کابل له نيولو وروسته طالبانو د عمومي بخښنې اعلان کړی و، خو يوشمېر نړيوال او ځايي وګړي د دوی دې اعلان ته د شک په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG