د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر بندي مخکښ علي وزیر فرد جرم لګول شوی


علي وزیر په کوټه کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال: تصویر له ارشیفه
علي وزیر په کوټه کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال: تصویر له ارشیفه

د کراچۍ په زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ ضد عدالت د سېپېټمبر پر ۲۰مه نېټه (نن) له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پر مخکښ علي وزیر فرد جرم ولګاوه خو د علي وزیر د وکيل قادر خان اېډوکیټ په وینا موکل یې له صحت جرمه انکار کړی دی.

دا مقدمه د علي وزیر، محسن داوړ او د غورځنګ د نورو ملګرو پرضد د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې کښل شوې وه چې پکې پر یادو مشرانو د رياست پرضد د ویناګانو، د خلکو راپارولو او اړۍ ګړۍ جوړولو ترڅنګ د ترهګرۍ دفعات لګول شوي ول.

عدالت به بله اورېدنه د اکتوبر مياشتې پر دوهمه نېټه کوي چې ګواهان به هم ورته وړاندې کېږي. په ياده مقدمه کې علي وزیر د سږني کال په جولای میاشت کې عدالت ته وړاندې کړل شوی وو.

علي‌ وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له ۱۶مې راهیسې د کراچۍ په یوه زندان کې بندي‌ دی. پر هغه تور دی چې د تېر کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست ضد خبرې کړې وې.

خو د علي‌ وزیر وکيل قادرخان ايډوکيټ او پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه ردوي. دوی وايي ، علي وزير د ریاست خلاف نه دی بلکې په سوله ییزه توګه د پښتون قام اییني حقونه غواړي.

کراچۍ کې د پي ټي اېم جلسه. ۲۰۲۰، ۷م دسمبر
کراچۍ کې د پي ټي اېم جلسه. ۲۰۲۰، ۷م دسمبر

له علي وزير سره نيول شوي په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول غړي په ضمانت خوشي دي. د ده په ضمانت د خوشي کيدو خواست د ترهګرۍ ضد عدالت او سيند های کورټ رد کړی دی.

علي وزیر ناروغه دی

علي وزیر د ملا او شکرې ناروغي لري او وکیل قادر خان یې عدالت ته خواست کړی وو چې د هغه درملنه دې په روغتون کې وشي. په وروستي ځل چې علي وزیر عدالت ته وړاندې کړل شو نو نوموړی په ویلچیېر کې ناست وو.

د سیند صوبې د کراچۍ په مرکزي زندان کې د بندي علي‌ وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ د سېپټېمبر پر څلورمه نېټه مشال راډیو ته ویلي ول، د جيل چارواکو او ډاکټرانو هم د علي وزیر د ناروغۍ په اړه رپورټ عدالت ته وړاندې نه کړ او نه هم د جيل ډاکټر عدالت ته حاضر شو.

ده وویل، د علي وزیر د ناروغۍ په اړه یې په تېره اورېدنه کې عدالت ته خواست کړی وو چې د هغه دې علاج په سمه او ښه توګه وشي.

قادر خان ايډوکېټ زیاته کړه، "عدالت علي وزير ته د ورپېښې ناروغۍ په اړه جيل سپرټينډنټ ته امر کړی وو چې د علي وزير دې بيا معانيه وشي او رپورټ دې عدالت ته وړاندې کړل شي."

خو د قادر خان په وینا، نه د جيل چارواکو د سېپټمبر څلورمې په اورېدنه کې هغه رپورټ عدالت ته وړاندې کړ او نه هم د جيل ډاکټر عدالت ته حاضر شو.

XS
SM
MD
LG