د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچي: کارخانه کې اور لګېدو لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي دي


د کارخانې مزدوران وايي، اور د جامو رنګولو په ډرمونو کې لګېدلی و، چې وروسته د کارخانې نورو برخو ته هم وغځېدی.
د کارخانې مزدوران وايي، اور د جامو رنګولو په ډرمونو کې لګېدلی و، چې وروسته د کارخانې نورو برخو ته هم وغځېدی.

د پاکستان په صنعتي ښار کراچي کې په یوه کارخانه کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وینا دا اور نن سهار (د اګست پر ۲۷مه) د کراچي په کورنګي سيمه کې د جامو جوړولو او رنګولو يوه کارخانه کې لګېدلی و، چې تر مازیګره پورې بل و، او بيا وروسته کنټرول کړل شو.

د کارخانې مزدوران وايي، اور د جامو رنګولو په ډرمونو کې لګېدلی و، چې وروسته د کارخانې نورو برخو ته هم وغځېدی.

په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي د کراچي جناح روغتون ته رسول شوي او د ژوبل کسانو درملنه د کراچي په سيول روغتون کې روانه ده.

د اور په پېښه کې د وژل شويو خپلوان د کراچي په يو روغتون کې د خپلو عزيزانو مړي لټوي
د اور په پېښه کې د وژل شويو خپلوان د کراچي په يو روغتون کې د خپلو عزيزانو مړي لټوي

د کراچي جناح روغتون مشر ډاکټر طارق محمود مشال راډیو ته ویلي چې جناح روغتون ته تر اوسه د ۱۶ سوځېدلو کسانو مړي ور وړل شوي چې لویه شمېره پکې د مزدورانو ده.

د چارواکو په وینا په کارخانه کې ۲۱ مزدوران بند پاتې ول، چې ځينې سوځېدلي او ژوبل شوي دي خو تر اوسه د ټولو مړو او ژوبل کسانو کره شمېره لا مخې ته نه ده راغلې.

دسیند صوبې وزیراعلا مرادعلي شاه پر پېښه خفګان څرګند کړی او په دغه اړه یې د کراچي کمېشنر ته د پلټنو امر کړی دی.

په کراچي کې له دې وړاندې هم په کارخانو کې د اور لګېدو پېښې رامنځ ته شوي چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

XS
SM
MD
LG