د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: عدالت د علي وزیر مقدمې اورېدو مهال منظور پښتین او محسن داوړ مفروران وګرځول


د پښتون ژغورنې غورځنګر مشر منظور احمد پښتین، په مینځ کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر. تصویر له ارشیفه
د پښتون ژغورنې غورځنګر مشر منظور احمد پښتین، په مینځ کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر. تصویر له ارشیفه

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ او د غورځنګ دوه مخکښه غړي محمد شفیع او هدایت الله مفروران ګرځولي دي.

عدالت دا اقدام نن د کراچۍ په زندان کې د غورځنګ د یوه مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د استازي علي وزیر د قضیې د اورېدنې پر وخت کړی دی چې ورسره سم، اوس پولیس کولای شي چې یاد کسان ګرفتاره کړي.

د علي وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، دا ټول کسان د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د غورځنګ په جلسه کې د ریاست پرضد د وینا ګانو په تور تورن شوي ول چې هغوی یې ردوي. د ډېسېمبر پر اوومه د پولیسو په رپورټ کې د ځینو نورو کسانو نومونه هم شامل ول چې زیاتره یې تر ګرفتارۍ وروسته په ضمانت خوشې شوي.

قادر خان وايي، عدالت په پېښور، وزیرستانونو او کراچۍ کې له چارواکو څخه د غورځنګ د تورنو غړو د شتمنیو په اړه معلومات غوښتي ول. د نوموړي په خبره، چارواکو عدالت ته ویلي چې د پښتین، داوړ، شفیع او هدایت الله په نوم هېڅ جایداد نشته چې عدالت یې کنګل کړي. تر دې وروسته عدالت یاد کسان مفروران وګرځول ځکه چې د قاضي پر امر سربېره عدالت ته نه دي حاضر شوي.

د غورځنګ مشران وايي، په اییني او قانوني لارو یې د پښتنو د حقونو غوښتلو ته دوام ورکړی دی. علي وزیر تېر کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پولیسو ونیوه او بیا یې کراچۍ ته انتقال کړ. نوموړی له هغې مودې راهیسې په زندان کې دی او د ضمانت درخواستونه یې رد شوي. خو د علي وزیر یوه بل وکیل صلاح الدین ګنډه پور د پاکستان سپریم کورټ ته درخواست کړی چې وزیر دې خوشې کړي. د نوموړي د خوشې کولو لپاره د کراچۍ، اسلام اباد او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې په بیا بیا مظاهرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG