د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي مشران: پاکستان دې نور له افغانستانه لاس واخلي


"د افغانستان پېچلي حالات او د هغه اثرات" تر سرلیک لاندې دا غونډه د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر پر نهمه په کراچۍ کې وشوه.
"د افغانستان پېچلي حالات او د هغه اثرات" تر سرلیک لاندې دا غونډه د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر پر نهمه په کراچۍ کې وشوه.

د پاکستان یو شمېر ګوندونو غوښتنه کړې ده چې پاکستان دې نور د افغانستان په حالاتو کې لاس وهنې نه کوي او افغان ولس دې پر خپل حال پرېږدي.

د دوی په وینا، دا خبره ټولې نړۍ ته په ډاکه ده چې پاکستان د طالبانو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبولی دی.

دا څرګندونې د پاکستان د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو د اکتوبر پر نهمه د کراچۍ په اړټس کونسل کې د افغانستان پر حالاتو جوړ شوي سیمینار ته کړې دي.

"د افغانستان پېچلي حالات او د هغه اثرات" تر سرلیک لاندې دې غونډې ته د سیاسي مشرانو تر څنګ پوهانو، وکيلانو او ليکوالانو ويناوې وکړې.

په غونډه کې د پاکستان پيپلز ګوند مخکښ او د پاکستان د سينټ پخوانی مشر سنېټر رضا رباني، د نشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخوانی وزير اعلا عبدالملک بلوڅ، د سيند قام پرسته ګوند عوامي تحریک مشر اياز لطيف پليجو او یو شمېر نور مشران موجود وو.

دوی په خپلو ویناوو کې د پاکستان تحريک انصاف پر مرکزي حکومت ،اسټيبليشمنټ او استخباراتي ادارو سختې نيوکې وکړې.

سنيټر رضا رباني وويل، " پاکستان په خوا هم د افغاستان په اړه غلطې فيصلې کړې وې او اوس هم د افغانستان په اړه د ايسټيبليشمنټ او رياستي ادارو تګلاره سمه نه ده."

ده وویل، هغه خلک ناپوهه دي چې د افغانستان په اوسني حالت او د طالبانو په واک خوشاله دي.

ده زیاته کړه، "دا د حکومت او رياستي ادارو ناسمې پالېسیو نتيجه ده چې په بلوچستان او وزیرستان کې حالات بيا خراب شوي دي."

سېنېټر رضا رباني اوسنی وفاقي حکومت په بې واکۍ تورن کړی او زیاته یې کړه چې د پاکستان بهرنۍ تګلارې او نړیوال تعلقات د منتخب پارلمان پر ځای په بندو کوټو کې فیصله کېږي.

د بلوچستان پخواني وزير اعلا عبدالمالک بلوڅ په خپله وينا کې وويل، موږ غواړو چې پاکستانی اسسټيبليشمنټ او رياستي ادارې دې په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي او هغه دې پر خپل حال پريږدي.

ده وویل، " پاکستان ته پکار ده چې د ګاونډي هيوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي، هغه که افغانستان دی، که ایران دی او که هند دی."

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وویل چې پاکستان د چين لپاره ټول هيوادونه خفه کړي دي او دا د ده په وینا ښه نه ده.

د سيند قام پرسته ګوند عوامي تحریک مشر اياز لطيف پليجو وويل چې په افغانستان کې اوس هم حالات پر ځای نه دي او که دا حالات نور هم خراب شي نو پر پاکستان به یې بد اغېز کېږي.

ده وویل، "د حکومت لخوا تحریک طالبان پاکستان ته د عمومي بخښنې اعلان یوه خطرناکه او غلطه پریکړه ده او حکومت د داسې پریکړو کولو حق نلري."

د پاک سرزمین ګوند مشر مصطفا کمال او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو، پوهانو او وکیلانو دې غونډې ته په وینا وو کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې بهرنۍ تګلارې داسې جوړې کړې چې له ګاونډیو هیوادونو سره د پاکستان اړیکې سمې شي.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت او تر دې وړاندې نورو حکومتونو تل دا خبره رد کړې ده چې ګواکې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

دا په هر وخت کې د پاکستان دریځ پاته شوی دی چې ګواکې دوی په افغانستان کې سوله غواړي او دا د دوی په وینا د پاکستان هم په ګټه ده.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د سېپټېمبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د ويډيو لينک له لارې په وينا کې وويل چې نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره د طالبانو له حکومت سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG