د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند حکومت په تعلیمي ادارو کې د کورونا وایرس واکسین لګولو کمپاین پیلوي


چارواکي وايي، په دې کمپاين کې به له نهم ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې شاوخوا ۱۴ لکه ماشومان ته به واکسین لګول کېږي.
چارواکي وايي، په دې کمپاين کې به له نهم ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې شاوخوا ۱۴ لکه ماشومان ته به واکسین لګول کېږي.

د سیند حکومت پرېکړه کړې چې د سېپټېمبر له شپږمې نيټې څخه په ټولو تعلیمي ادارو کې د کورونا وایرس د مخنيوي واکسین ځانګړې کمپاین پیل کړي.

د دې کمپاين لپاره تر ۵۰۰۰ زیاتې ډلې جوړې شوې او له نهم ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې شاوخوا ۱۴ لکه ماشومان ته به واکسین لګول کېږي.

د سيند حکومت دا پرېکړه د اګست پر ۳۰مه د صحت محکمې وزيرې ډاکټر عذرا پيچوهو په مشرۍ کې شوې غونډه کې کړې ده.

په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې تعليمې ادارې په وار وار تړل شوي. انځور - ارشیف
په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې تعليمې ادارې په وار وار تړل شوي. انځور - ارشیف

د سيند تعليم وزير سيد سردار علي شاه د اګست پر ۳۱مه د دې پرېکړه په اړه مشال راډیو ته وويل "موږ غواړو چې سکولونه او نورې تعليمي ادارې بند پاتي نشي نو د دې لپاره له مېندو او پلرونو سره سره ماشومانو ته هم د کورونا وايرس د مخنيوي واکسين لګول ضروري ده.

په سيند کې تعليمي ادارې د جولای پر ۳۱مه ټرل شوې وې او د اګست پر ۳۰مه بيا بيرته پرانستل شوې خو سيند حکومت د تعليمي ادارو استادانو او کارکوونکو سره سره د منیدو او پلرونو لپاره هم د کورونا مخنيوي واکسين لګول لازمي ګرځولي دي.

د سيند روغتيا وزارت چارواکي وايي چې په تعلیمي ادارو کې د ماشومانو لپاره يې د واکسین بندوبست پيل کړی دی.


د پاکستان ډاکټرانو د اتحادي يوه غړي او د جناح روغتون کراچۍ د کورونا وايرس ناروغی د وارډ مشره ډاکټر نثا ګل د اګست پر ۳۱مه مشال راډیو ته وويل چې د سپتمبر له شپږمې څخه پیلېدونکی دا کمپاین به ډېر ګټور وي خو پکار ده چې د کمپاين په ورځو کې ټول ماشومان په سکولونو، کالجونو او پوهنتون کې موجود وي.

نوموړې وايي: " موږ په روغتون کې ګورو چې هغه ناروغان ډېر داخلېږي چې واکسین نه وي لګولي. چا چې واکسین کړی وي هغه هم د کورونا ناروغی اغیزمنوي خو دومره زیات نه او هغوي په روغتون کې داخلېدو ته اړتیا نه وي. نو کله چې دا کمپاین پيل شي، نو مېندو او پلرونو ته پکار ده چې باید ټول ماشومان واکسین کړي."

کراچۍ کې د واکسینو مرکزونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د اګست پر ۳۱مه نېټه په تېر یو شواروز کې د کورونا وایرس له وجې ۱۱۸کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د روغتيا څانګې د وېبپاڼې تر مخه د اګست تر ۳۱ مې له دې وايرسه په پاکستان کې ۲۵ زره او ۷۸۸ کسان مړه شوي خو څه باندې ۱۰ لکه ۳۹زره بېرته رغېدلي هم دي.

بل خوا په هغه هيواد کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس د څار ملي اداري (نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنټر) پر وبپاڼه ليکلي چې د اګست تر۳۱مې سهار په ټول هېواد کې پنځه کروړه ۳۳ لکه څخه زيات کسان واکسين شوي چې پکې يو کروړ ۶۱ لکه څخه زيات کسان دواړه ډوزه یا ستنې لګولې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG