د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: حکومت ملک تباه کړی او عدلیه یرغمال ده


د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف په لندن کې دی او له هغه ځایه د حکومت ضد جلسو ته د ویډیو له لارې ویناګانې کوي.
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف په لندن کې دی او له هغه ځایه د حکومت ضد جلسو ته د ویډیو له لارې ویناګانې کوي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف تور پورې کړې چې اوسني حکومت ملک تباه کړی او عدالتونه یرغمال دي.

نواز شریف دا څرګندونې د اګست پر ۲۹مه په پاکستان کې د یو شمېر اپوزېشن ګوندونو اتحاد - پاکستان جمهوري تحریک - له خوا په کراچۍ کې جوړې کړې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې دي.

دا د پاکستان جمهوري تحریک له خوا د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ د اوسني حکومت پرضد د روانو احتجاجي‌ جلسو د لړۍ برخه وه.

د پخواني وزیراعظم نواز شریف په ګډون د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان او یو شمېر نورو مهمو سیاستوال ورته ویناوې وکړې.

نواز شریف له لندن څخه د ویډیو له لارې جلسې ته په وینا کې وویل چې ځینو جنرالانو د عدل ټول نظام یرغمال کړی دی.

ده وویل، "ځینې خلکو ټول سیسټم مات کړ، د انصاف کوونکو قاضیانو پر وړاندې سازشونه دوام لري ، زموږ د ګوند ډيرو کسانو ته په جعلي مقدمو کې کالونه سزا ګانې ورکړل شوې دي ۔نيب د حکومت لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي ،د خلکو رایه غلا شوې ده ، موږ ته يې غلطې سزاګانې راکړې او د عدالت جج جسټس شوکت صدیقي څخه وغوښتل شول چې د نواز شریف او د مریم نواز سزاګانې پر ځاي وساتي.که نه نو زموږ دوه کاله محنت به ضایع شي."

د یاد تحریک مشر مولانا فضل الرحمان جلسې ته په وينا کې خپله هغه خبره بیا تکرار کړه چې ګواکې د پاکستان تحريک انصاف اوسنی حکومت جعلی او په درغلیو را وستل شوی دی.

ده وویل، " که پوځ په سیاست کې لاسوهنه کوي ، نو دوی د خپل حلف يا اساسي قانون څخه سرغړونه کوي او که موږ دا ډول جمهوريت په ملک کې ومنو ،نو موږ له خپل هغه حلف څخه سرغړونه کوو چې څو ځله مو په پارلمان کې اخیستي دي."

مولانا فضل الرحمان د نېټې اعلان ونکړ خو ویې وویل چې ډير ژر به د اوسني‌ حکومت پرضد د اسلام اباد پر لور لاریون کوي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې په ۲۰۱۹م کال کې هم د خپل ګوند جمعیت علما اسلام تر سیوري لاندې د حکومت ړنګولو لپاره اسلام ته لاریون او هلته پرلت وهلی وو خو خپل هدف یې نه وو ترلاسه کړی.

نوموړي د اګست پر ۲۹مه د کراچۍ په جلسه کې پر ولس غږ وګړ چې، "خلکو پاڅیږی، انقلاب راولی ، له انقلابه پرته بله لار نشته."

پاکستان جمهوري تحریک د اګست پر ۲۹مه په کراچۍ کې د حکومت ضد جلسه وکړه
پاکستان جمهوري تحریک د اګست پر ۲۹مه په کراچۍ کې د حکومت ضد جلسه وکړه

د پاکستان جمهوري تحریک دې جلسې ته د مسلم لیګ نون مشر شهباز شریف ،د پښتونخواملي عوامي ګوند عبدالرحیم زيارتوال ، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو، سينيټر جهانزیب جمالدیني ،سينټر ساجد میر ،اویس شاه نوراني امير مقام او په تحریک کې د شاملو ګوندونو نورو مشرانو او استازو ویناوې وکړې.

بل خوا دپاکستان تحريک انصاف حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري په یو بیان کې د پاکستان جمهوري تحریک د کراچۍ جلسه ناکامه بللې او ویلي یې دي چې د اپوزېشن مشران د خپلو درغلیو پټولو لپاره سره یو شوي دي.

ده ویلي، "پي ډي ایم مخکې هم ناکامه شوی وو او اوس به هم ناکامه وي، نواز شریف چې بهر ناست دی او تورونه دې نه لګوي، پاکستان ته دې راشي او په عدالتونو کې دې په خپلو مقدمو کې وړاندې شي."

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د یو غونډې په ترڅ کې د پاکستان جمهوري تحریک په نامه د حکومت ضد غورځنګ جوړ کړی وو.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل ګوندونه تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی.

د دوي په وینا دا درغلۍ پوځ کړې وې او دوي د عمران خان حکومت نه مني او په ملک کې له سره شفاف انتخابات غواړي.

خو وزیراعظم عمران خان او پوځ دواړه د اپوزېشن تورونه ردوي او وايي چې پوځ په سیاست کې ښکېل نه دی.

XS
SM
MD
LG