د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري غورځنګ د ګرانۍ خلاف پراخې مظاهرې پیل کړي


پاکستان جمهوري غورځنګ مشران وايي، هغوی به د خلکو پر مرسته ډېر زر وزیراعظم له دندې لرې کېدو ته مجبوره کړي.
پاکستان جمهوري غورځنګ مشران وايي، هغوی به د خلکو پر مرسته ډېر زر وزیراعظم له دندې لرې کېدو ته مجبوره کړي.

پاکستان جمهوري غورځنګ یا پي ډي اېم د اکتوبر پر ۲۲مه، د کراچۍ ښار په صدر سیمه کې د مظاهرې په ترڅ کې په ملک کې د ګرانۍ غندنه وکړه. دوی همدا رنګه د تحریک انصاف د حکومت خلاف هم شعارونه ورکول.

د جمیعت علمای اسلام (ف ) یو مشر سېنېټر عبدالغفور حیدري مظاهرې ته د وینا پر مهال وویل، د عمران خان هېڅ اخلاقي جواز نه جوړېږي چې د وزیراعظم په څوکۍ پاتې شي ځکه چې د اولس سره کړې یوه ژمنه یې هم نه ده پوره کړې.

نوموړي وویل، هغوی به د خلکو پر مرسته ډېر زر وزیراعظم له دندې لرې کېدو ته مجبوره کړي.

د کراچۍ جلسې ته د وینا پر مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر محمد سلیم ترین وویل، خبره یوازې د ګرانۍ نه ده، د تحریک انصاف حکومت ملک د تباهۍ لورې ته روان کړی دی. د هغه په وینا خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس او پښې وهي خو حالات مخ په خرابېدو دي.

د پاکستان حکومت سیاسي ګوندونو مشران وايي، اوسنی حکومت په بشپړ ډول ناکامه شوی دی او د ولس لپاره هېڅ زېری نه لري نو باید لرې شي.
د پاکستان حکومت سیاسي ګوندونو مشران وايي، اوسنی حکومت په بشپړ ډول ناکامه شوی دی او د ولس لپاره هېڅ زېری نه لري نو باید لرې شي.

د پاکستان جمهوري غورځنګ په بلنه د کراچۍ تر څنګ د ملک په نورو برخو کې هم د ګرانۍ خلاف مظاهرې روانې دي. د اکتوبر پر ۲۲مه، قامي وطن ګوند په پېښور او مسلم لیګ (ن) په لاهور کې مظاهرې وکړې. دا دواړه ګوندونه هم د پي ډي اېم غړي دي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو د اکتوبر پر ۲۲مه په پېښور کې د پي ډي اېم جلسې ته په وینا کې وویل، اوس حالات دې ته رسېدلي چې په ملک کې دې له سره پاکې رڼې ټاکنې وشي.د هغه په وینا، اوسنی حکومت په بشپړ ډول ناکامه شوی دی او د ولس لپاره هېڅ زېری نه لري نو باید لرې شي.

په لاهور کې د پي ډي اېم جلسې ته د مسلم لیګ (ن) یو مشر خواجه سعد رفیق وویل، په ملک کې خلک د ګرانۍ، بې روزګارۍ او لاقانونیت سره مخامخ دي. هغه وايي، د عمران خان حکومت د ملک اقتصاد خراب کړی، پر قاضیانو یې فشار راوړی او په رسنیو یې بندېز لګولی دی.

پي ډي اېم وايي، د اکتوبر پر ۲۲مه، د جمعې له لمانځه وروسته په لاړکانه، سکهر، جیکب اباد، مهمندو، مینګورې، زیارت، لاهور او نورو سیمو کې خلکو د ګرانۍ خلاف خپل غږ پورته کړی دی.

پي ډي اېم د اکتوبر له ۲۰مې نېټې راهېسې د ملک په بېلابېلو برخو کې د ګرانۍ خلاف مظاهرې شروع کړې دي.

بل پلو، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مملکت فرخ حبیب د اکتوبر پر ۲۲مه په لاهور کې خبریالانو ته وویل، د اپوزیشن ګوندونه ځکه د حکومت پر ضد لاریونونه کوي چې هغوی له سیاسي پلوه بېکاره خلک دي.

نوموړی وايي، عوامو ته د يوټیلیټي سټورونو له لارې ارزانه توکي ور رسوي او له ۲۰۲۰ز کال څخه تر اوسه یې خلکو ته د ۳۴ اربه روپو سبسډي ورکړې ده.

نوموړی وايي، په پاکستان کې ګراني ځکه زیاته شوې چې په نړیوال مارکیټ کې د توکیو بیې لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG