د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: سعودي ته په جعلي واکسین کارډونو روان لسګونه مساپر راګرځول شوي


د ارشیف انځور: خلک د کورونا واکسینو لپاره په قطارونو کې ولاړ دي.
د ارشیف انځور: خلک د کورونا واکسینو لپاره په قطارونو کې ولاړ دي.

د پاکستان ملکي هوايي ادارې چارواکي وايي، د اکتوبر پر اتمه او نهمه یې سعودي عرب ته د تلونکیو هغو ۳۹ کسانو مخنیوی کړی چې په جعلي واکسین سندونو یې د سفر هڅه کوله.

د یادې ادارې ویاند سعد بن ایوب د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل: "د اکتوبر په اتمه ۲۶ مساپر په ایر بلیو الوتکه کې له اسلام اباده سعودي ته روان وو او ۱۳ مساپر له کراچۍ سعودي ته تلل، موږ دوی ایسار کړل، ځکه چې د واکسینو سندونه یې جعلي وو. هېڅوک نه شي کولی چې په جعلي سندونو بهر ته لاړ شي. موږ د ملک په ټولو هوايي ډګرونو انتظامات کړي دي."

پاکستان دا ګام له هغې وروسته پورته کړی چې متحده عربي اماراتو له پاکستانه ورغلي ګڼ مساپر د جعلي واکسینو د سندونو درلودلو پر اساس خپل وطن ته واپس لېږلي ول. له پاکستانه نورو هیوادونو ته ورغلي مساپر د نورو هیوادونو په هوايي ډګرونو کې په ځانګړي ډول پلټل کېږي.

د کورونا واکسین
د کورونا واکسین

له کراچۍ نه دوبۍ ته روان یو مساپر محمد خان د اکتوبر پر اتمه نېټه مشال راډیو ته وویل، هغه کسان چې په نورو هیوادونو کې یې واکسینونه کړي او پاکستان ته تللي، د هغوی اسنادونو کې مشکل نه وي او نه هم راګرځول کېږي، مشکل د هغو مساپرو په اسنادونو کې وي چې پر پاکستاني واکسین کارتونو نورو هیوادونو ته سفر کوي.

نوموړی وايي، ځیني خلک ځکه جعلي واکسین کارتونه جوړوي چې په نورو هیوادونو کې چې د کورونا کوم واکسین منل کېږي هغه په اسانه په پاکستان کې نه پیدا کېږي.

ځیني خلک وايي، ځکه جعلي واکسین کارتونه جوړوي چې پاکستان کې هغه واکسین نه پیدا کېږي چې نور هیوادونه یې مني.
ځیني خلک وايي، ځکه جعلي واکسین کارتونه جوړوي چې پاکستان کې هغه واکسین نه پیدا کېږي چې نور هیوادونه یې مني.

په کراچۍ کې د سفري اسانتیاوو ادارې (ټریول اېجنسۍ) یو کارکوونکي نیاز احمد خان د اکتوبر پر اتمه نېټه مشال راډیو ته وویل، ځیني خلک د دې باوجود چې پوهېږي جعلي سندونه که وپلټل شي نو پته یې لګېږي، بیا هم په پیسو یې اخلي او د سفر هڅه کوي. نوموړی وايي، حکومت له پکار دي د هغو لیبارټریانو یا دفترونو خلاف هم کارروايي وکړي چې خلکو ته دا ډول اسناد برابروي.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر شېخ رشید احمد د اکتوبر پر پنځمه نېټه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي وو چې د کورونا د جعلي واکسین کارتونو جوړووونکو او اخیستونکو خلاف یې کار پیل کړی او ګڼې ګرفتاریانې یې هم کړې دي.

خو د پاکستان د ملکي هوايي ادارې چارواکي وايي، په جعلي کرونا واکسین سندونو سعودي ته روان ۳۹ مساپر یوازې له سفره راګرځول شي نور یې د هغوی پر ضد څه اقدامات نه دي کړي او نه یې هم هغوی ګرفتار کړي دی.

XS
SM
MD
LG