د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د سیند صوبې پولیسو لسګونه افغان کډوال نیولي


په پېښور کې میشت افغان کډوال. انځور - ارشیف
په پېښور کې میشت افغان کډوال. انځور - ارشیف

د پاکستان د سیند پولیس وايي، په تېرو درو ورځو کې یې د صوبې له بېلا بېلو برخو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰ زیات افغان کډوال نیولي دي.

د سیند د ګوټکي ښار انتظامي مشر عثمان عبدالله تېر ماښام (د سپټېمبر پر نهمه) مشال راډیو ته وویل، ګرفتاره کسانو د سفر قانوني اسناد نه لرل او ځینو یې یوازې تذکرې لرلې.

عبدالله زیاته کړه چې د افغان کډوالو پرضد یې مقدمه درج کړې او خپل هېواد ته یې ستنوي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د پاکستانیو چارواکو پر اقدام اندېښنه ښودلې ده.

په اسلام اباد کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر اپرېدي د سېپټېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په وروستیو کې پاکستان تر ۲۰۰ زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه کړي.

چمن ته اوښتي افغان کډوال د مرستو غوښتنه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00

د تېرې میاشتې په نیمايي کې چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ نو له هغه وخت راهیسې زرګونه افغانان د سپین بولدک او چمن له لارې پاکستان ته د تګ هڅې کوي.

اپرېدی زیاتوي چې د افغانستان ګاونډيان دې د هغه هېواد سیاسي حالاتو ته په کتو افغانانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي چې دامهال په پاکستان کې ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې په خيبر پښتونخوا کې ۸۲۵،۰۰۰، په بلوچستان کې ۳۲۵،۰۰۰، په پنجاب کې ۱۶۰،۰۰۰ او په سيند صوبه کې ۶۵،۰۰۰ راجسټرډ افغان کډوال دي چې زياتره يې د دې صوبې په کراچي ښار کې اوسيږي.

بلخوا په پاکستان کې د [افغان] کډوالو ۵۴ کلي دي چې پخوا به کېمپونه ورته ويل کېدل. په دې کې ۴۳ په خيبر پښتونخوا کې، ۱۰ په بلوچستان او يو د پنجاب په ميانوالي کې دی.

د قيصر اپرېدي په وينا، له يو اېن اېچ سي ار سره پر ۱۴ لکه راجسټرډ افغان کډوالو سربېره شاوخوا همدومره شمېر د ناراجسټرډ شويو افغانانو دی چې په دغو کې بيا اته لکه يې افغان سيټيزن (تابعيت) کارډ لري.

XS
SM
MD
LG