مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي اوس ډیر ښه محسوسوي او هیله لري چې ډیر زر به د نومبر درېیمې نېټې ولسمشریزو انتخاباتو کمپیاین ته بېرته ستون شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د اکتوبر پر دویمه په یو بیان کې دا رقم راپورونه بې لارې کوونکي بللې دي.
د افغانستان د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، اسلام اباد ته یې درې ورځنی سفر ښه تېر شو او له پاکستانیو چارواکو سره خبرو هیله من کړی دی. دا خبره نوموړي د سېپټېمبر پر ۳۰مه د خپل سفر په وروستۍ ورځ د مشال راډیو خبریال طاهر خان ته وکړې. ویډیو وګورئ.
الماس خانم او د هغې ورور کامران خان ارمان چې انځورونو او مجسمو یې په لر او بر کې په زرکونه مینه وال پیدا کړي دي. دوی دا مهال د افغانستان په سفر دي، هېلۍ اسد ورسره خبرې کړې.
ارمنیايي حکومت د سېپټمبر پر ۲۷ مه په هېواد کې مارشل لا اعلان کړې ده او پوځ یې په حرکت کې راوستی دی.
دې انسټېټیوټ له خلکو وغوښتل چې د کورونا خپرېدو مخنیوي لپاره روغتیايي اصول په پام کې ونیسي څو له دې کبله د مړینو شمېر ډېر نه شي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، دا بلنه د دواړو مشرانو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر مهال ورکړل شوې ده.
سېپټېمبر پر ۲۳ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د نوموړي له خوا په یو ثبت شوي تقریر کې نوموړي په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د یو خپلواکه او جمهوري افغانستان جوړولو لپاره دې ورسره مرسته وکړي.
د شمالي وزيرستان د میرامشا په سپلګه کې ځايي ولس د سېپټېمبر له ۲۰مې پرلت وهلی او د امنيتي ځواکونو لخوا د نيول شويو کسانو راخوشې کولو غوښتنه کوي. دوی وايي د سېپټېمبر پر ۱۹مه دغلته د دوو عسکرو له وژل کېدو وروسته امنیتي عسکرو عام وګړي نیولي او تشدد یې پرې کړی دی خو امنیتي
د جنوبي وزيرستان د چارواکيو تر ژمنو وروسته د سره روغې اوسېدونکيو خپل ۱۳ ورځنی پرلت ختم کړی دی.
د پاکستان اپوزېشن کوندونو د تحريک انصاف د حکومت پرضد په اسلام اباد کې ګڼ ګوندیزه غونډه کړې ده.
په شمالي وزيرستان کې د سپټمبر پر ۱۹مه په دوو جدا جدا پېښو کې د دوو ځوانانو مړي میندل شوي او بل پلو نا څرګنده وسله والو په يو بريد کې دوه امنيتي سرتيري وژلي دي.
په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د کاري ډلو تر منځ د خبرو له پیل یوه اونۍ تېرېږي.
د شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) دا پټ راپور ښايي چې طالبان د مالي او نظامي امکاناتو په برخه کې ځان بسیاینې ته نېږدې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په اروپا کې د دې وایرس خپرېدل د ګواښ تر حده زیات شوي.
د سپټمبر پر ۱۲مه په دې پرانیستونکې غونډه کې د یو شمېر هیوادونو او سازمانونو مشرانو او استازو مخامخ او یا ویډیو له لارې خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد دا خبره په ټویټر کې د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان د پروني برید په اړه لیکلې ده او خوښي یې څرګنده کړې چې صالح له دې بریده روغ وتلی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي د وسلهوالو طالبانو اووه هغه بندیان چې فرانسې او استرلیا يې په نهخوشې کېدو ټینګار کړی، قطر ته استول کېږي.
نور وښیئ