د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینې ورانکاري د سولې تاریخي موقعې د ګډوډولو هڅه کوي: خلیلزاد


خلیلزاد د پروني برید په اړه خوښي یې څرګنده کړې چې صالح له دې بریده روغ وتلی
خلیلزاد د پروني برید په اړه خوښي یې څرګنده کړې چې صالح له دې بریده روغ وتلی

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې کله د سولې خبرې نېږدې کېږي یو شمېر ورانکار په وارختایي هڅې کوي چې دا تاریخي فرصت ګډوډ کړي.

زلمي خلیلزاد دا خبره په ټویټر کې د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان د پروني برید په اړه لیکلې ده او خوښي یې څرګنده کړې چې صالح له دې بریده روغ وتلی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو مشر رضوان مراد مشال راډیو ته وویل چې دا حمله د هغو کسانو کار دی چې له جمهوریت سره مخالفت کوي.

هغه زیاته کړه: "تر سولې مخکې په افغانستان کې د یوې ګډوډۍ، انارشۍ د مشرانو د له‌ منځه وړلو او په افغانستان کې د هغو کسانو په نښه کولو لپاره اقدامات کېږي چې د جمهوریت ټینګ مدافع دي، د ملي ګټو مدافع دي، دا په خپله واضح کوي چې د افغانستان قسم خوړلي دښمنان د دې برید تر شا دي."

د طالبانو سیاسي دفتر نوي ویاند محمد نعیم وردګ مشال راډیو ته په وټس‌اپ کې لیکلي دي چې دوی په دې برید کې لاس نه ‌لري.

د افغانستان حکومت امنیتي تخنیکي ټیمونه د برید پلټنو ته دوام ورکوي.

د امنیتي چارو کارپوه جنرال عتیق ‌الله امرخېل مشال راډیو ته وویل چې افغان حکومت دا توان نه ‌لري چې د دې موادو په چاودنه کې کار ترې اخیستل شوی دی، دقیق نوعیت معلوم کړي.

هغه زیاته کړه: "زه خو باور نه ‌کوم چې دوی به هغسې وسایط ولري یا امکانات ولري چې د دې نوعیت معلوم کړي چې دا په داخل کې تولید شوي یا له بهره راوړل شوي، طبعاً واضح خبره ده چې دا مواد په افغانستان کې نه‌ تولیدېږي."

په پروني برید کې ټپي شوی کس
په پروني برید کې ټپي شوی کس

امرخېل زیاته کړه چې افغان حکومت باید د دې څېړنو لپاره له ناټو مرسته وغواړي.

تر ابتدایي څېړنو وروسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پرون پر ټویټر ولیکل چې په دې حمله کې له ( ار.ډي.اېکس.اېچ.اېم.اېس) موادو کار اخیستل شوی دی او دا مواد او د حملې نوعیت هغو حملو ته ورته دی چې مخکې له دې یې حقاني شبکې مسولیت منلی دی.

د کابل په پروني برید کې ۱۰ تنه ووژل شول او تر ۳۰ ډېر ټپيان شول. د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په دې برید کې برسېرن زخمي شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG