د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د تشدد زیاتېدل د افغان سولې مذاکرات اغېزمنولای شي"


د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سېپټمبر پر ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې اترې پېل شوې وې.
د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سېپټمبر پر ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې اترې پېل شوې وې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وایي، د تاوتریخوالي زیاتېدل، په قطر کې د سولې خبرې زیانمنولای شي.

دغه اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي چې د سېپټمبر پر ۱۹مه له بېلابېلو ولایتونو د لسګونه عام وګړو او ځینو حکومتي چارواکو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړ شول.

د افغانستان د بشري حقونو کمېشن وایي، د سولې له خبرو سره همهاله د تاوتریخوالي دوام د اندېښنې وړ دی او دا خبرې زیانمنولی شي.

د کمېشن د نشراتو مشر ذبیح الله فرهنګ د سېپټمبر پر ۱۹مه له مشال راډیو سره خبرو کې هیله څرګنده کړه چې ښکېلې ډلې د تاوتریخوالي کموالي ته کار وکړي.

هغه زیاته کړه، "که څه هم بین الافغاني خبرې پیل شوې دي، خو تاوتریخوالی لا هم ادامه لري، دا د اندېښنې وړ ده، له دواړو اړخونو غواړو چې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه باید اساسي ګامونه پورته کړي."

کندز، پکتیکا، پکتیا، او بلخ هغه ولایتونه دي چې د سېپټمبر پر ۱۹مه ترې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.

د تاوتریخوالي تازه پېښې

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې د سېپټنبر پر ۲۰مه د یحیاخېلو په ولسوالۍ کې افغان سرتیرو سره په جګړه کې د پنځو مشهورو قوماندانو په ګډون ۳۸ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي د سېپټمبر پر ۱۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، پدې جګړه کې چې افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو برخه درلوده، د دې ولایت د امنیت امر سمونوال محمداصف توخی وژل شوی او درې پولیسان په کې زخميان شوي دي.

ده زیاته کړه وسله والو غوښتل، د یحیاخېلو په ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ چې د اطلاع سره سم امنیتي او دفاعي ځواکونه يې مرستې ته ورغلل.

بل لوري ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې پدې جګړه کې د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر په ګډون ۸ پولیس وژل شوي او د خانزاده کامران په ګډون ۵ کسان زخمیان شوي دي.

بلخوا د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ ښارګوټي کې پرون په ماين چاودنه کې شل کسان ژوبل شوي دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مشال راډیو ته وویل، چاودنه په یو ټراکټور پسې شوې، چې ناوې، ښځې او ماشومان په کې سپاره ول. د دې پېښي ذمه واري چا نه ده منلي.

په قطر کې بین الافغاني خبرې اترې

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا وياند فریدون خوځون وايي، له طالبانو سره د سولې خبري ساده موضوع نه ده چې په يوه يا دوو ناستو کې نتيجې ته ورسيږي.

نوموړي د سېپټمبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې تماس ډله د اختلافي مسلو حل کولو لپاره خبري کوي.

ده وويل چې د کارې اصولو په طرز العمل کې په دويشتو مادو کې يوازې پر دوو مادو اختلاف دی خو هيله ده چې دا به حل شي.

که څه هم نوموړي دا مادي په ډاګه نه کړې خو ويې ويل چې پر ټول مواردو بحث ته رسيدل ضروري دي ځکه چې دا به په راتلونکې کې مذاکرات کې ډير زياته مرسته وکړي.

د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سېپټمبر پر ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې اترې پېل شوې وې.

د دې خبرو اترو هدف په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو لپاره د سولې یو تړون ته رسېدل دی.

دا بین الافغاني خبرې اترې له هغه وورسته پیل شوې دي‌ چې د ۲۰۲۰م کال د فرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې لومړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی وو.

XS
SM
MD
LG