د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات


افغان حکومت غواړي اوربند د خبرو اترو لومړیتوب وي.
افغان حکومت غواړي اوربند د خبرو اترو لومړیتوب وي.

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د کاري ډلو تر منځ د خبرو له پیل یوه اونۍ تېرېږي.

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی وايي تمه کېږي د دوه اړخیزو مخالفتونو د هواري په اړه بحثونه نن د سېپټېمبر پر ۱۹مه یوې وروستۍ پایلې ته ورسېږي.

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د کاري ډلو تر منځ د خبرو له پیل یوه اونۍ تېرېږي.

تر دې دمه لږ پرمختګ شوی، ډېری تخنیکي مسایل او د مخالفتونو په هواري تمرکز شوی.

دواړو ډلو د سېپټېمبر پر ۱۸مه تر شپږو ورځو وروسته دمه واخیسته او نن به بېرته خبرې پيل کړي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیه انوري مشال راډیو ته وویل ډېره هڅه به وشي چې مخالفتونه هوار شي.

هغه وايي: "د شنبې ورځې په غونډه کې د کاري غونډو په کړنلارو بحث کېږي او د دې لپاره چې د لیدلورو توپیر ګډ ټکي ته ورسېږي بحث به زیات شي څو دا خبره وروستۍ شي."

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د تېرې یوې اوونۍ د بحثونو او ناستو په اړه پوښتنې هم شته چې څه یې وکړل؟

له افغانستانه قطر ته د ورغلي مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي جمعه ماښام مشال راډیو ته وویل چې ځینې مسایل لا وروستي شوي نه دي.

وفي وايي: "په تېرو څو ورځو کې مذاکره کوونکي ټیم په تېره بیا د دواړو لورو د اړیکو ډلو تر ډېره د کاري اصول په اړه چې د خبرو اساس به جوړوي بحث کړی دی، په ځینو برخو کې دا مسله وروستۍ شوې خو په ځینو کې لا نه ده نهایي شوې."

افغان حکومت غواړي اوربند د خبرو اترو لومړیتوب وي.

طالبان بیا وایي، اول باید د جګړې د لاملونو څېړنې ته پام وشي.

په دې وضعه کې چې د افغان حکومت او طالبانو ټیمونه خبرې کوي د افغانستان نړیوال متحدین څه وايي؟

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا د ملکیانو د مرګژوبلې له زیاتېدو جدي اندېښنه ښودلې ده.

کوبیا د سېپټېمبر پر ۱۸مه په خپل ټوېټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر پنځه اوونۍ د تاوتریخوالي اندازه په تېرو پنځو کلونو کې لوړې کچې ته رسیدلې.

د هغه په خبره اوس چې خبرې پيل شوي تاوتریخوالی باید بند شي.

د اروپايي ټولنې استازي ویلي طالبان باید اوس د سیاسي عمل وړتیا وښيي نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.

طالبانو د کوبیا تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو د دوی د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم مشال راډیو ته لیکلي چې طالبانو ملکیان هدف نه دي ګرځولي او هېڅکله دا کار نه کوي.

هغه مخکې هم رسنیو ته ویلي و چې د دوی ډلې د پام وړ بریدونه کم کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG