د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال دې د روانو مذاکراتو بریالیتوب لپاره مرسته وکړي: ولسمشر غني


افغان ولسمشر وايي، حکومت یې له طالبانو سره د مخ په مخ خبرو لپاره ژمنه، جذبه او حوصله ښودلې ده خو یوازې دا به پوره نه وي.
افغان ولسمشر وايي، حکومت یې له طالبانو سره د مخ په مخ خبرو لپاره ژمنه، جذبه او حوصله ښودلې ده خو یوازې دا به پوره نه وي.

افغان ولسمشر اشرف غني په نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې د نېږدې دوو لسیزو جګړی پای ته رسولو په هدف د سولې روانو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره دې ورسره مرسته وکړي.

سېپټېمبر پر ۲۳ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د نوموړي له خوا په یو ثبت شوي تقریر کې نوموړي په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د یو خپلواکه او جمهوري افغانستان جوړولو لپاره دې ورسره مرسته وکړي.

افغان ولسمشر زیاته کړه حکومت یې له طالبانو سره د مخ په مخ خبرو لپاره ژمنه، جذبه او حوصله ښودلې ده خو یوازې دا به پوره نه وي.

ولسمشر غني وویل د اوږد مهاله سولې لپاره افغانستان باید د ترهګرۍ ستونزې جرړو ته ورسي.

په دوحه کې د افغانانو تر منځ مذاکرات د هغه پروسې برخه ده چې سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ له سولې لوظنامې سره پیل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه به خپل هېواد ته ستانه کړي.

ټرمپ وایي، امریکا به د سولې راوستونکي هېواد په توګه خپل مسولیت پرځای او په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ وايي، په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه به خپل هېواد ته ستانه کړي
ټرمپ وايي، په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه به خپل هېواد ته ستانه کړي

ډونالډ ټرمپ دغه خبرې د سېپټېمبر پر ۲۲مه د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، وکړې.​

ټرمپ وویل: "همدا اوس چې موږ خبرې کوو، امریکا هم پر دې کار کوي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او موږ خپل ځواکونه کور ته راستانه کړو. امریکا د سولې راوستونکي په توګه زموږ برخلیک ټاکي، خو دا سوله له یوه پیاوړي دریځه ده."

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره دا ژمنه بیا داسې مهال تازه کوي چې په قطر کې د جګړې د دوو مهمو لورو، د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې له څه باندې ۱۰ ورځو راهیسې پیل شوې دي.

XS
SM
MD
LG