د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمنیا حکومت په هېواد کې مارشل لا اعلان کړه


د ارمنیا د پوځ مشر د سېپټمبر پر ۲۵مه د یو پوځي مرکز د لیدو پر مهال
د ارمنیا د پوځ مشر د سېپټمبر پر ۲۵مه د یو پوځي مرکز د لیدو پر مهال

ارمنیايي حکومت د سېپټمبر پر ۲۷ مه په هېواد کې مارشل لا اعلان کړې ده او پوځ یې په حرکت کې راوستی دی.

د ارمنیا وزیراعظم نېکول پاشینیان د سېپټمبر پر ۲۷مه پر خپله فېس بک پاڼه ولیکل چې حکومت یې د مارشل لا او د ټول پوځ د خوځښت فیصله کړې ده.

ارمنیا دا فیصله په داسې حال کې وکړه چې د ازربایجان ولسمشر الهام علييېف په ناګورنو قره باغ کې په ارمنیايي ځواکونو د بریا موندلو ژمنه وکړه.

دا تر هغه وروسته ده چې د ارمنیا او ازربایجان د ځواکونو ترمنځ په لانجمنه سیمه ناګورنو قره باغ کې درنه جګړه پیل شوې ده.

د ارمنیا وزیراعظم نېکول پاشینیان ویلي ازربایجان په یاده سیمه کې د ولسي خلکو په ابادۍ هوايي او د توپونو بریدونه کړي دي.

ناګورنو قره باغ له ازربایجان څخه جدا کړل شوې هغه سیمه ده چې زیاتره ارمنیان پکې مېشت دي.

بلخوا ازربایجان ویلي چې له ارمنیا سره یې د کرښې یا لاین اف کنټیکټ له پورې غاړې شوې ګوله بارۍ په ځواب کې پوځي عملیات پیل کړي دي.

لاین اف کنټیکټ دواړه هېوادونه سره جدا کوي او دا د یورپ تر ټولو اوږده شخړه بلل کېږي. له دواړو خواوو د عامو خلکو وژل کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

د ارمینیا د دفاع وزارت د سېپټمبر پر ۲۷ مه وویل چې ځواکونو یې د ازربایجان د ځواکونو لخوا د ناګورنو قره باغ د مرکز ستیپانا کېرت پشمول د ولسي خلکو په ودانیو د بریدونو په ځواب کې سهار وختي د ازربایجان دوه هیلي کاپټرې او درې ډرون ویشتلي او غورځولي دي.

خو د ازربایجان د دفاع وزارت بیا ویلي چې ځواکونه یې جوابي اقدامات کوي او د عملیاتو صورتحال یې په واک کې دی.

د ارمنیا د دفاع وزارت ویاند ویلي په ناګورنو قره باغ کې یو ماشوم او یوه ښځه وژل شوې ده.

بلخوا د ازربایجان د ولسمشر ویاند ویلي چې له سیمې د ولسي خلکو او عسکرو پشمول د کسانو د مرګ ژوبلې رپورټونه راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG