د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: بېلا بېلو پېښو کې څلور تنه وژل شوي


په شمالي‌ او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې ورستیو کې د وسله والو او پوځ تر منځ یو پر بل بریدونه زیات شوي دي.
په شمالي‌ او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې ورستیو کې د وسله والو او پوځ تر منځ یو پر بل بریدونه زیات شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د سپټمبر پر ۱۹مه په دوو جدا جدا پېښو کې د دوو ځوانانو مړي‌ میندل شوي او بل پلو نا څرګنده وسله والو په يو بريد کې دوه امنيتي سرتيري وژلي دي.

په ميرامشاه کې يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په شيرا تله سيمه کې د دوو ځوانانو مړي میندل شوي دي.

ده وویل چې نامعلومه وسلوالو تر وژلو وروسته د دې ځوانانو مړي‌ سوځولي‌ هم دي.

د دوي په وینا د وژل شويو ځوانانو تعلق له تحصيل دوسلې او د ميرامشاه له قطب خيلو سره دی. ځايي‌ پولیس وايي چې دوي‌ د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.

بل پلو د ميرامشاه په سپلګه سيمه کې په يوه بله پېښه کې نامعلومه وسله والو دوه امنيتي سرتيري وژلي دي.

پوليسو او امنيتي چارواکو مشال راډيو ته وويل چې دوه امنيتي سرتيري له يو دوکانه تر سودا اخیستو وروسته پوستې ته روان وو چې په موټر سايکل سپرو وسلوالو پرې بريد وکړ.

د دوي په وینا، تر بريد وروسته امنيتي ځواکونو د لټون عملياتو پرمهال د شک پر بنياد ځيني کسان نيولي دي.

خو د سپلګې اوسيدونکو مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو پر خلکو تشدد کړی او ورته ويلي یې دي‌ چې که چېري بريدکونکي پيدا نه کړي نو کلی دې خالي کړي.

ځاي خلکو د امنيتي ځواکونو د تشدد پرضد احتجاجي پرلت پيل کړی دی. خو امنيتي چارواکي دا خبره ردوي او دريځ لري چې د قانون مطابق د لټون عمليات روان دي.

په شمالي‌ او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې ورستیو کې د وسله والو او پوځ تر منځ یو پر بل بریدونه زیات شوي دي.

ځايي خلک وايي چې کله وسله وال پر پوځ برید وکړي یا چاودنه وکړي نو پوځ د سیمې پر عام ولس عملیات پیل کړي ، هغوي له کورونو باسي او تشدد پرې کوي.

د دوي په وینا، د دې تازه پېښه د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې د وسله والو تر برید وروسته د پوځ له خوا پر عام ولس تشدد او د هغوي نیول وو چې پرضد یې بیا هلته پرلت هم شوی وو.

په دې پرلت کې ځايي‌ خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کړې وه چې پوځ دې پر عام ولس تشدد نه کوي.

پوځ که څه هم دا نه مني چې دوي پر عام ولس تشدد کوي خو د شکتوی تر پېښې وروسته یې د پرلت له ګډونوالو سره مزاکرات کړي وو او د هغوي غوښتنې یې منلې وې.

XS
SM
MD
LG