د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واکسین تر جوړېدو د دوو میلیونو کسانو د مړینې احتمال شته


"خو که خلک د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره تدابیرو ته شا واړوي یو وار بیا به د کورونا مثبتې پېښې اوج ته ورسېږي."
"خو که خلک د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره تدابیرو ته شا واړوي یو وار بیا به د کورونا مثبتې پېښې اوج ته ورسېږي."

د امریکا د الرجۍ او میکروبي ناروغیو انسټېټیوټ وايي، تر هغو چې واکسین جوړېږي ممکن له کورونا وایرسه دوه میلیونه انسانان ووژني.

دې انسټېټیوټ له خلکو وغوښتل چې د کورونا خپرېدو مخنیوي لپاره روغتیايي اصول په پام کې ونیسي څو له دې کبله د مړینو شمېر ډېر نه شي.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کورونا وایرس د مړینو شمېر یو میلیون ته نېږدې کېږي، د امریکا د ساري یا خپرېدونکو ناروغیو متخصصان د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هلو ځلو د کمېدو پر وړاندې خبرداری ورکوي.

هغوی د سېپټېمبر پر ۲۵مه له خلکو وغوښتل چې بې احتیاطي پای ته ورسوي او تر هغو حوصله وکړي چې څېړونکي واکسین جوړوي.

د الرژۍ او عفوني ناروغیو د انسټېټیوټ ريیس ډاکتر انتوني فاوچي
د الرژۍ او عفوني ناروغیو د انسټېټیوټ ريیس ډاکتر انتوني فاوچي

په پاکستان او نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په پاکستان کې په تېر یو شواروز کې د کورونا وایرس ۵۴۸ کسان ناروغه کړي او نور اووه کسان یې مړه کړې دي.

په پاکستان کې د سېپټېمبر تر ۲۶مې د کورونا وايرس ناروغه کسانو شمېر ۳۰۹،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ۶،۴۴۴ کسان مړه شوي خو تر دوه لکه ۹۴ زره زيات ترې رغېدلي هم دي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۹۸۹،۶۶۳ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د سېپټېمبر تر ۲۶مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۳۲ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۲۲ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د سېپټېمر پر ۲۵مه وویل، د اغېزمن واکسین جوړېدو ته لا میاشتې – میاشتې وخت پاتې دی نو که د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره تدابیر زیات نه شي، تر هغو پورې ښايي په دې وبا د مړینو شمېر دوه میلیونه یا تر دې ډېر شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د عاجلو روغتیايي پروګرامونو اجرايي رييس ډاکتر مایک رېن وايي چې د مړینو د شمېر د زیاتېدو مخه نیول کېدای شي.

ده د عفوني ضد یا میکروب ضد موادو او ماسک کارول، د واټن رعایتول، ټیست کول او قرنطین په شان روغتیايي اصولو خیال ساتل د دې وایرس د خپرېدو د مخنیوي او د مړینو د کمېدو لپاره ضروري وبلل.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG