د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپوزېشن هڅې د هغو پرضد دي چې عمران خان یې راوستی: نواز شریف


تر دې وړاندې د جمعیت علما اسلام په ګډون یو شمېر ګوندونو د حکومت ضد ګڼ ګوندیزې غونډې کړې دي. (انځور: ۲۶م جون ۲۰۱۹م)
تر دې وړاندې د جمعیت علما اسلام په ګډون یو شمېر ګوندونو د حکومت ضد ګڼ ګوندیزې غونډې کړې دي. (انځور: ۲۶م جون ۲۰۱۹م)

د پاکستان اپوزېشن کوندونو د تحريک انصاف د حکومت پرضد په اسلام اباد کې ګڼ ګوندیزه غونډه کړې ده.

د پاکستان پخواني‌ وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې قاید نوازشريف هم له لندن څخه د ويډيو لينک له لارې غونډې ته وینا وکړه.

نواز شریف وویل چې د عمران خان خلاف نه بلکې هڅې یې د هغو خلاف دي چې هغه یې واکمن کړ. ده د چا نوم وانخیست، خو اشاره یې د پاکستان اېسټېبلېشمنټ او پوځ له لوري ته وه او ویې ویل چې عمران خان یې په درغلۍ واکمن کړ چې د حکومت کولو صلاحیت نه لري او هېواد یې زښت زیانمن کړ.

د ۲۰۱۸ز کال له جولای راهیسې اپوزیشن په بیا بیا تور پورې کړی چې هغه عام انتخابات له درغلۍ ډک ول.

اپوزیشن وايي، پوځ په ۲۰۱۸ز کال کې په درغلۍ کولو عمران خان د وزیراعظمۍ څوکۍ ته ورساوه.

خو انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي چې ټاکنې رڼې او منصفانه وې.

عمران خان هم هغه مهال ویلي ول چې د درغلیو تورونو پلټنو ته تیار دی. هغه مهال پوځ په سپینه په سیاسي چارو او انتخاباتو کې د لاسوهنې تور رد کړی وو.

نواز شریف دا هم وویل چې په تېرو ۷۳ کالونو کې هيڅ يو منتخب حکومت خپله ايني مودې پوره کولو ته نه دی پرېښودل شوی خو د ده په وينا د دې برعکس پوځي امرانو پر دې هېواد واکمني کړی او خپله موده يې بشپړه کړې ده.

نواز شریف په ۲۰۱۹ز کال کې برتانیې ته د درملنې لپاره له ورتګ راهیسې غلی وو او د حکومت ضد یې ویناګانې نه کولې. دا تر شاوخوا یو کال مودې وروسته د حکومت ضد لومړۍ وینا وه.

د غونډې کوربه توب کوونکي‌ پېپلز پارټۍ شريک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د ويډيو لينک له لارې د وينا پر مهال وويل چې دغسې غونډه بايد ډېره پخوا شوې وای.

د حکومت له خوا د هېواد پر ټيليويژن چېنلونو د اصف زرداري او مسلم ليګ مشر نواز شريف پر ويناګانو خپرولو لګول شوي بنديز باندې زرداري نيوکې وکړې.

نوموړي ادعا وکړه چې کله يې هم په هېواد کې دغسې سېنسرشپ نه دی ليدلي.

د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان غونډې ته په وینا کې د اپوزیشن لویو ګوندونو ته په اشاره وویل چې نور د هغوی پر زباني ژمنو باور نه کوي، بلکې ورته دې لیکلي ورکړي چې د حکومت ضد به یې تګلاره څه وي.

ده وړاندیز وکړ چې د اپوزیشن غړي دي له پارلېمانه استعفا ورکړي.

ده وویل، که اپوزیشن په پارلېمان کې پاتې کېږي، نو بیا دې د قانون جوړونې له عمله ځان بهر وساتي.

په غونډه کې د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري، د مسلم ليګ نواز مرستياله مشره مريم نواز، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان، جميت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د نورو ګوندونو مشران هم ګډون کوي.

اپوزیشن د عمران خان په مشرۍ واکمن ګوند له واک څخه د ليرې کولو لپاره دا غونډه رابللې ده خو د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز د سېپټېمبر پر ۱۹مه نېټه په اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پرمهال د اپوزشن پر دې غونډې نيوکې وکړي او نوازشريف ته په اشاره يې وويل چې يو کس مجرم وي او د ناورغۍ په پلمه بهر تللي وي او له هغه ځاي به وينا کوي.

ده تور پورې کړ چې اپوزشن ګوندونه په هېواد کې ګډ وډي رامنځ ته کول غواړي.

د دې یو ورځنۍ غونډې دوه نکاتي اجنډه ده چې پکې د حکومتي کارکردګۍ جاج اخستل او په راتلونکو ورځو کې د حکومت ضد د اپوزشن جماعتونو ګډه تګلاره جوړول دي.

د پيپلز پارټۍ مخکښ قمر زمان کايره د سېپټمبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې خبري کنفرانس ته وويل چې اپوزشن ګوندونه به د حکومت ضد اقداماتو په اړه حتمي پريکړې هم کوي.

قمر زمان کایره وویل چې د اصف علي زرداري او نواز شريف ويناوې به پر ټولنيزو رسنيو نيغ په نيغه خپروي.

اپوزېشن ګوندونه نه یوازې تور پورې کوي‌ چې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی بلکې د دوي په وینا د ملکي چارو پرمخ وړلو کې هم ناکامه شوی دی.

خو تحریک انصاف دا تورونه رودوي او وايي چې اپوزېشن ګوندونه ځکه احتجاجونه او نیوکې کوي‌ چې د دوي په وینا، حکومت یې پخوا کړې درغلۍ نه ور بخښي.

دا په داسې حال کې ده چې دا وخت په پاکستان کې د اپوزېشن تر ټولو لوی مسلم لیک نون ګوند او پپلز پارټۍ یو شمېر مشران د درغلیو په تور یا خو په زندان کې دي او یا هم ورباندې مقدمې روانې دي.

حکومت وايي دا مقدمې د احتساب قومي ادارې – نېب – روانې کړي دي او د دوي په وینا نېب یو خپلواکه اداره ده.

خو اپوزېشن ګوندونه وايي حکومت د نېب په وسیله له دوي څخه سیاسي انتقام اخلي.

XS
SM
MD
LG