د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان حکومت او طالب بندیانو ازادېدو بهیر پای ته ورسېد"


د افغان حکومت لخوا یو شمېر ازاد شوي طالب بندیان (انځور له ارشیفه
د افغان حکومت لخوا یو شمېر ازاد شوي طالب بندیان (انځور له ارشیفه

افغان حکومت وايي، له څو میاشتو ناندریو وروسته د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې بهیر پای ته ورسېد.

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي چې د طالبانو سپارل شوي لېست له مخې یې د دغه ډلې ټول بندیان ازاد کړل.

دې شورا د سېپټېمبر پر درېیمه په یوه اعلامیه کې لیکلي، حکومت د طالبانو ټول بندیان پرته له هغو چې په خبره‌ یې نړیوال غبرګونه موجود و خوشې کړي او طالبانو هم ټول افغان کمانډویان ازاد کړي دي.

اعلامیه کې راغلي چې د پاتې طالب بندیانو په اړه هم ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي او په خبره ‌یې افغان حکومت هیله‌ مند دی چې مستقیمې خبرې سمدستي پیل شي.

په همدې حال کې د افغانستان ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي، د وسله ‌والو طالبانو اووه هغه بندیان چې فرانسې او استرلیا يې په نه ‌خوشې کېدو ټینګار کړی، قطر ته استول کېږي.

دی وایي، د افغانستان بهرینو چارو وزارت له لوري له فرانسې سره د دغو بندیانو پر خلاصون توافق شوی، خو په اړه‌ يې له استرالیا سره لا هم خبرې روانې دي.

فرانس له افغان حکومت څخه غوښتي چې هغه درې طالب بندیان ازاد نه کړي چې د فرانسوي وګړو په وژنې مجرم پېژندل شوي دي.

د افغان حکومت له‌ خوا د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو د ازادۍ پرېکړې په لومړي ځل د یوه اروپايي هېواد منفي غبرګون راپارولی دی چې ویل کېږي درانه جرمونه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې "په خوشې کېدونکو بندیانو کې د هغو څو ترهګرو د خوشې کولو په اړه ځانګړې اندېښنه لري چې په افغانستان کې يې فرانسوي وګړي وژلي دي او دوی یې له خوشې کولو سره په کلکه مخالفت لري."

فرانس داسې مهال د دې بندیانو د خوشي کېدو مخالفت کړی چې مشال راډیو د دې ۴۰۰ طالب بندیانو بشپړ نوملړ تر لاسه کړی چې په کې ۴۴ کسان د افغانستان او امریکا په ګډون د ډېرو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل دي.

دا نوملړ یوې معتبرې امنیتي سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه خپرېدو په شرط مشال راډیو ته سپارلی وو.

د دې نوملړ پر بنسټ، دا ۴۰۰ زندانیان په پنځو ګټګوریو اعدام، قتل، انسان تښتونې، د نشه‌يې توکو قاچاق او تور نوم‌لړ کې ځای شوي دي.

البته دین محمد بیا وايي، "هغه شمېر بندیان چې استرالیا او فرانسې یې د خلاصون په اړه اعتراض درلود، زموږ معلومات دا دي چې دوی به قطر ته بیایي او هلته به‌ یې سپاري، یعنې دا موضوع یو څه حل شوې او د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبره کړې چې له فرانسې سره ‌یې خبرو کې پرمختګ کړی له استرالیا سره په دې اړه پوره موافقې ته نه ‌دي رسېدلي."

دین محمد وايي، له فرانسې سره ‌په خبرو کې پرمختګ شوی له استرالیا سره په دې اړه پوره موافقې ته نه ‌دي رسېدلي
دین محمد وايي، له فرانسې سره ‌په خبرو کې پرمختګ شوی له استرالیا سره په دې اړه پوره موافقې ته نه ‌دي رسېدلي

یوې معتبرې حکومتي سرچینې چې د موضوع حساسیت له کبله د خپل نوم نه خپرېدو په شرط مشال راډیو سره په خبرو کې قطر ته د یادو بندیانو د استولو خبر تایید کړ، خو ویې‌ویل چې دا لانجمن بندیان به په قطر کې د امریکا تر څارنې لاندې تر هغه هلته ساتل کېږي چې تر څو یې پر خلاصون توافق وشي.

سرچینې زیاته کړه که د دغو بندیانو پر خلاصون توافق وشو دوی به بېرته کابل ته راواستول شي او وروسته به خوشې شي.

سرچینې په دې اړه نور جزیات ورنه‌کړل خو ویې‌ویل چې په دې اړه کار روان دی چې د کوم پلان له مخې به دا بندیان هلته وساتل شي.

هڅه مو وکړه له طالبانو نه د بندیانو د تبادلې او د دغه بهیر د پای ته رسېدو په اړه معلومات ولرو، خو د دغې ډلې ویاندویانو د مشال راډیو پوښتنو ته ځواب ونه‌ وایه.

د افغان حکومت لخوا یو شمېر ازاد شوي طالبان بندیان
د افغان حکومت لخوا یو شمېر ازاد شوي طالبان بندیان

بلخوا یوه با خبره حکومتي سرچینه وایي سبا جمعه به افغان مذاکراتي ټیم په قطر کې وي او هلته به د دوی او طالبانو مذاکراتي ټيم ترمنځ یوه تعارفي ناسته هم وشي.

ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د بهیر تر پای وروسته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې پیل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG