د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان د سره روغې خلکو پرلت ختم کړ


جنوبي‌ وزیرستان د قبایلي ضلعو یو له هغو سیمو دی چې د پاکستان پوځ پکې تر نورو وړاندې د وسله والو پرضد عملیات کړي وو.
جنوبي‌ وزیرستان د قبایلي ضلعو یو له هغو سیمو دی چې د پاکستان پوځ پکې تر نورو وړاندې د وسله والو پرضد عملیات کړي وو.

د جنوبي وزيرستان د چارواکيو تر ژمنو وروسته د سره روغې اوسېدونکيو خپل ۱۳ ورځنی پرلت ختم کړی دی.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمشنر الله نور شېراني مشال راډیو ته وويل چې د سېپټېمبر پر ۲۰ مه يې په ټانک کې د پرلت له مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې حکومت د پرلتوالو هغه غوښتنه ومنله چې د سره روغې سرکاري هسپتال پر ودانۍ درېدلی کار به ژر پېلوي.

د ده په خبره، ودانۍ به د ۲۰۲۱ز کال د جون تر ۳۰مې بشپړه شي.

د الله نور شېراني په خبره، حکومت به ډاکخانه سره روغې ته انتقالوي او په پوځي عملياتو کې د رسېدلو زيانونو د جاج اخيستو لپاره به کمېټۍ جوړوي.

ده زیاته کړه چې دا کمېټۍ به دوی ته رپورټ ورکوي او بیا به له حکومتي تګلارې سره سم خلکو ته مالي تاوان ورکول کېږي.

د پرلتوالو يو مشر اسحاق مسېد مشال راډیو ته وويل، تر دې حکومتي ژمنو وروسته يې خپل پرلت ختم کړی دی.

جنوبي‌ وزیرستان د قبایلي ضلعو یو له هغو سیمو دی چې د پاکستان پوځ پکې تر نورو وړاندې د وسله والو پرضد عملیات کړي وو.

په جنوبي وزیرستان کې په ۲۰۰۹م کال کې د راه نجات په نامه عملیات شوي وو چې له کبله یې په پراخه کچه ځايي‌ ولس بې کوره شوی وو.

په هغوي بې کوره کړل شویو کې یو شمېر لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه کړل شوي او چې ستانه کړل شوي دي په هغوي کې هم د ډېرو سیمو خلک د تاوان نه ورکول کېدو پرضد وخت په وخت احتجاجونه کوي.

XS
SM
MD
LG