د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له ازربایجان ځواکونو سره د مرستو راپورونه رد کړل


د ازربايجان او ارمينيا ترمنځ جګړه په پنځمه ورځ لا هم روانه ده
د ازربايجان او ارمينيا ترمنځ جګړه په پنځمه ورځ لا هم روانه ده

پاکستان هغه راپورونه بې بنیاده ګرځولي چې ګنې ځواکونه یې د ناګورنو قره باغ په جګړه کې د ارمینیا پرضد د ازربایجان د ځواکونو مرسته کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د اکتوبر پر دوهمه په یوه بیان کې دا رقم راپورونه بې لارې کوونکي بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ارمینیا او ازربایجان ځواکونه دا مهال د قره باغ په بیله شوې سیمه له یو بل سره په جګړه کې ښکېل دي.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه د ټایمز ناو انډیا او ځینو نورو میډیا ادارو لخوا راپورونه خپاره شوي وو چې وزیراعظم عمران خان د اذربایجان او ترکیې ځواکونو د مرستې لپاره خپل ځواکونه لېږلي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا راپورونه بې بنیاده دي او په اندازو ولاړ دي. نوموړي دا هم ویلي چې پاکستان د ناګورنو قره باغ په جګړه کې د ملګرو ملتونو له قراردادونو سره سم د اذربایجان د دریځ مرسته کوي.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه د ازربایجان ولسمشر الهام علي یوف د ارمینیايي ځواکونو پرضد په جګړه کې د مرستې لپاره د پاکستان، افغانستان او ترکیې مننه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG