د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورونا اخته ولسمشر ټرمپ وايي، راتلونکې څو ورځې به رښتونی امتحان وي


ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امریکا دننه او بهر د هغو ټولو خلکو مننه کړې چې له ده سره یې د ملاتړ اظهار کړی دی
ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امریکا دننه او بهر د هغو ټولو خلکو مننه کړې چې له ده سره یې د ملاتړ اظهار کړی دی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي اوس ډیر ښه محسوسوي او هیله لري چې ډیر زر به د نومبر درېیمې نېټې ولسمشریزو انتخاباتو کمپیاین ته بېرته ستون شي.

نوموړی د کورونا ناروغۍ لوجې له پلازمېنې واشنګټن سره نزدې په یو پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر پر درېیمه پر خپل ټویټر په خپره کړې څلورو منټه ویډیو کې ویلي چې راتلونکې څو ورځې به اصلي امتحان وي.

نوموړي په هېواد دننه او بهر د هغو ټولو خلکو مننه کړې چې له ده سره یې د ملاتړ اظهار کړی دی.

ټرمپ هم دا راز ویلي چې کورونا وایرس ته به ماتې ورکوي او د دې ناروغۍ مؤثره علاج راوتلو ته په هیله مندۍ یې ویلي چې د خدای له اړخه معجزه را روانه ده.

بلخوا سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ ته ریمډیسېور دارو او اېنټي باډيز ورکول کېږي او نوموړی په روغتون کې د ولسمشر لپاره ځانګړې خونه کې هغه ټول سهولتونه لري چې په ترڅ کې یې له روغتونه خپلې رسمي چارې جاري ساتلای شي.

ریمډیسېور نومې دارو په ازمایشي توګه د کورونا وایرس ضد استعمالېږي چې تراوسه یې د دې ناروغۍ د شدت او مودې کمولو علامات ښودلي دي.

تمه ده چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته به تر پنځو ورځو دغه دارو ورکول کېږي. د ۷۴ کلن ولسمشر ټرمپ علاج کوونکیو ډاکټرانو تر دې وړاندې د هغه د صحت په اړه ښه تاثرات څرګند کړي وو.

دوي ویلي وو چې حوصله یې په غیرمعمولي ډول ښه ده، تبه یې نشته او په ساه اخیستو کې هم تکلیف نه لري خو د ولسمشر ټرمپ په دفتر کې کارکوونکي یو تن راتلونکې دوه ورځې د نوموړي د روغتیا لپاره ډیرې مهمې بللي دي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس تازه حال

کورونا وایرس د اکتوبر تر څلورمې په نړۍ کې په مجموعي توګه نژدې ۳۵ میلیونه خلک نیولي دي.

د دې وایرس په اړه معلومات خپرونکي امریکايي‌ جانز هاپکینز پوهنتون لیکلي چې دې وبا تر اوسه د نړۍ په ۱۸۸ هیوادونو کې تر یو میلیون او ۳۳ زره زیات کسان وژلي دي.

کورنا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیات خلک په امریکا، هند او برازیل کې نیولي او وژلي دي.

په عین وخت کې په نړۍ کې تر ۲۴.۳ میلیونه زیات کسان له کورونا وایرس څخه جوړ شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG