د پاکستان وزیراعظم عمران خان له ولسمشر اشرف غني سره په ټېلېفوني خبرو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د بینالافغاني مذاکراتو پر وروستیو پرمختګونو بحث کړی.
په روانه اوونۍ کې اسلام اباد ته د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر د سفر په درشل کې، ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان د سولې روانو هڅو پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال مشال راډیو ته وویل چې په دې خبرو کې عمران خان د بینالافغاني خبرو پر مهال په افغانستان کې له اوربند څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.
مینهپال زیاته کړه: "د افغانستان ولسمشر د پاکستان له وزیراعظم سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سولې پر بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت هر اړخیزې خبرې وکړې. دواړو مشرانو د سولې پروسې په جریان کې اوربند اړین وباله."
مینه پال وايي، افغان حکومت هیله لري چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه چې ولسمشر غني عمران خان ته، کابل ته د سفر بلنه هم ورکړه.
د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان ونډه خورا مهمه ګڼل کېږي. په تېره اوس چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرو د دوو اوونیو له تېرېدو وروسته یې هم نتیجه نهده ورکړې، داسې ښکاري چې کابل په دې برخه کې د اسلام اباد فعال منځګړیتوب غواړي.
په پام کې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د وزیراعظم عمران خان په بلنه د سېپټمبر پر ۲۸مه پاکستان ته سفر وکړي.
د فېسبوک تبصرې