مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
د مارچ پر پینځمه په میرپور کې په دویمه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی بالنګ وکړ او بنګلادېش په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۱۵ منډې جوړې کړې. په ځواب کې افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې پوره کړ.
د مارچ پر پينځمه نېته د ازادې اروپا راډيو په يوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په روس کې یې د فزيکي شتون ځنډولو لاملونه د روسیې د ټېکسونو ادارې کاروايي او د پوليسو له خوا یې د خبريالانو د ځورونو ډيرېدل دي.
هغې د مارچ پر پينځمه په پېښور کې خبريالانو ته وويل چې د تحريک انصاف حکومت بايد د سیاستوالانو فعاليتونو محدودولو پر ځای هغوي ته امنيت ورکړي.
د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر پينځمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو مشرانو د ټېلېفون له لارې خبرې وکړې.
دا دوهمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه وه چې د دواړو ټیمونو ترمنځ ترسره شوه. افغانستان د بنګله دېش په وړاندې په لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې وه.
دې پاریس مېشته ادارې د مارچ پر څلورمه د خپلې پرلیکه ( ان لاین) غونډې په پای کې ویلي،چې پاکستان په ورکړل شوي لېسټ کې لا هم دوه نکاته نه دي پوره کړي نو ځکه یې پرېکړه کړېده چې دم ګړۍ ته دغه هېواد په خړ یا ګری لسټ کې وساتي.
نوموړی په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې له ظهور سره سم د داعش خراسان برخې مهم غړی و.
وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکو او منصفانه انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی او خپله پینځه کلنه دنده پوره کوي. نوموړی همداراز وايي چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي.
عمران خان د مارچ پر درېیمه په اسلام اباد کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایېف سره تر لیدو وروسته په ګډه خبري غونډه کې دا هم وویل چې هڅه کوي چې د افغانستان د کنګل شتمنیو د ازادولو هڅې کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مارچ پر دوېیمه نيټه په پرېکړه ليک منلو سره د روسیې حمله غندلې او غوښتنه یې کړې چې د روسيې ځواکونه دې له اوکراینه په شا شي.
د قايداعظم پوهنتون زده کوونکيو د مارچ پر لومړۍ نېټه احتجاج کاوه چې دا مهال ورباندې پولیسو تشدد وکړ چې پکې ځينې ګډونوال ټپیان شول.
دا پرلت د مارچ پر لومړۍ نېټه تر هغې وروسته پیل شو چې امنیتي ځواکونو پر سرتېرو د وسله وال برید په غبرګون کې د دوېګر سیدګي ۲۷ اوسېدونکي ونیول.
د نوموړي او د غورځنګ د یوشمېر نورو تورنو غړو وکیل قادر خان مارچ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل، تر فیصلې وروسته پولیسو مسید له عدالته ګرفتار کړ او د کراچۍ زندان ته یې یووړ.
اڅکزی وايي، دا جرګه یې پښتنو ته د "ورپېښو ستونزو" د هواري لپاره وربللې ده. له دې پرته نوموړي د جرګې اجنډا نه ده په ډاګه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې کوربه هېواد بنګلادېش د درو سیالیو د لړۍ لومړۍ دوه وار له مخه ګټلې دي.
روسکومنادزور ګواښ کړی دی چې که د ازادې اروپا راډیو د روسۍ ژبې کرنټ ټایم څانګې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه معلومات لیرې نه کړل نو ووبپاڼه به یې وتړي.
فرانسې، جرمني، اېټالیې، برتانیې، کاناډا او امریکا د سوېفټ (SWIFT) په نوم بانکي نظام ته د روسیې د یوشمېر بانکونو د لاسرسي پر مخنیوي موافقه کړې.
نور وښیئ