د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومند ډېم اغېزمنو په اسلام اباد کې مظاهره کړې


د مومندو د مامد ګټ اوسېدونکي د احتجاج پر مهال: عکس له ارشېفه
د مومندو د مامد ګټ اوسېدونکي د احتجاج پر مهال: عکس له ارشېفه

د مومندو اوسېدونکو په اسلام اباد کې د یوې مظاهرې له لارې له حکومته غوښتي چې په هغه سیمه کې دې د اوبو بند جوړېدو له وجې اغېزمنو کورنیو ته تاوان ورکړي.

دوی د مارچ پر دويېمه د خبریالانو مرکز مخې ته د احتجاج پر وخت مشال راډیو ته وویل چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د بند شاوخوا اوسېدونکو ۶۶ کورنیو ته به د استوګنې متبادل ځای او پیسې ورکوي خو د دوی په ادعا، اوس پر خپله ژمنه عمل نه کوي.

د مظاهرې یوه ګډونوال لال زاده تور پورې کړ چې چارواکو د اړیکو او تعلق پر اساس خلکو ته د تاوان پیسې ورکړې دي. هغه زیاته کړه: "موږ دې ته راغلي یو چې زموږ د کورونو پیسې موږ ته پوره نه راکوي. له موږ سره یې دوکې روانې کړې دي. کومو خلکو چې له دې افسرانو سره ناسته پاسته کوله، هغو خلکو ته یې خپلې [پیسې] پوره ورکړې دي"

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۹ز کال د مې پر دوېيمه نېټه د مومند ډېم پرانسته وکړه
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۹ز کال د مې پر دوېيمه نېټه د مومند ډېم پرانسته وکړه

خو د مومندو یوه انتظامي مشر ډاکتر محسن حبیب د مظاهره کوونکو تورونه رد کړل. نوموړي د مارچ پر دوېیمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې انتظامیې د بند جوړېدو له وجې اغېزمنو ټولو کورنیو ته د استوګنې متبادل بندوبست کړی او ورته یې د تاوان پیسې هم ورکړې دي.

ده وویل چې په وروستیو کې د بند شاوخوا سیمو ته نور خلک ورغلي او غواړي چې له حکومته پیسې واخلي. حبیب زیاته کړه چې انتظامیه نه شي کولای چې هغو کسانو ته د تاوان پیسې ورکړي چې حق یې نه جوړېږي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په مې کې د مومندو د ډیم د جوړولو چارې پیل کړې چې له اټکل سره سم، په ۲۰۲۵ز کال کې به بشپړې شي. حکومت وايي، د مومندو د بند پر جوړولو څه د پاسه ۳۰۰ اربه روپۍ لګښت راځي.

XS
SM
MD
LG