د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په زور د مذهب بدلولو مخنیوي لپاره تګلاره اعلان شوه


د پاکستان د سيند صوبې په ترپارکر سيمه کې د هندوانو يو مندر. انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت په زور د ماشومانو مذهب بدلولو مخنیوي لپاره د تګلارې اعلان کړی دی.

په قامي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړي او د بشري حقونو پارلېماني سېکرټري لال چند پرون (فبرورۍ ۲۸مه) په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال د دې پالیسۍ اعلانولو پر وخت وویل چې په پاکستان کې د مذهب په اړه قانون سازي ډېره ګرانه وي خو بیا هم د پاکستان تحریک انصاف حکومت په دې لړ کې یو شمېر اقدامات کړي او دا مسله ډېره له نېږدې څاري.

د لال چند په وینا، په زور د مذهب بدلولو زیاتره پېښې په سیند صوبه کې مخې ته راځي.

بلخوا په غونډه کې د بشري حقونو د ادارې یو مشر او پارليماني کمېشنر شفیق چودري پر دې تګلارې نیوکې وکړې او ويې ویل چې په زور د مذهب بدلولو مخنیوي لپاره دا پالیسي نوره هم سخته جوړول پکار وه. نوموړي زیاته کړه چې په دې لړ کې له وړاندې شته قوانین عملي کول هم ډېر مهم دي.

په دې غونډه کې د بشري حقونو کارکوونکو، خبریالانو او د بهر هېوادونو سفارتکارانو په ګڼ شمېر کې برخه واخیسته.

په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:27 0:00

د ټولنیز عدالت لپاره کارکوونکې یوې ناحکومتې ادارې (سېنټر فار سوشل جسټس) په وینا، په پاکستان کې په تېرو ۱۶ کلونو کې په زور د ۵۵ عیسویو نجونو د مذهب بدلولو پېښې شوې دي چې زیاتره یې په پنجاب کې ثبت شوې دي. د ادارې په خبره، په سیند کې د عیسویانو ترڅنګ هندوان هم شکایت کوي چې په زور د مذهب بدلولو ته اړ ایستل کېږي.

پر دې سربېره په سیند کې د بېلا بېلو دیني لږکیو ټولنې دا تور هم پورې کوي چې هلته کم عمره نجونه په زور مسلمانېږي او ودېږي. خو په دې پېښو تورن شوي دیني عالمان وايي، هېڅوک یې په زور نه دي مسلمان کړي او دا چې جبراً دین بدلول په اسلام کې روا نه دي.

XS
SM
MD
LG