د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین جګړه: زېلېنسکي وايي د سولې خبرې کوي، خو بېلاروس کې نه


په کییف کې د فبرورۍ پر ۲۷مه تر بمبارۍ وروسته له لګېدلیو ځایونو لوګي خېژي.
په کییف کې د فبرورۍ پر ۲۷مه تر بمبارۍ وروسته له لګېدلیو ځایونو لوګي خېژي.

د اوکراین ولسمشر وايي هېواد یې له روسیې سره د سولې خبرو ته تیار دی خو په بېلاروس کې یې نه کوي.

وولودیمیر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۷مه په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د سولې خبرې په وارسا، براتېسلاوا، استنبول، بوداپېست یا باکو کې کېدای شي.

نوموړي ویلي چې له دې علاوه په نورو ځایونو کې هم د سولې خبرې کېدای شي خو د دې لپاره د روسیې انتخاب یعنې بېلاروس ورته د منلو وړ نه دی.

بلخوا تر دې مخکې د فبرورۍ ۲۷مه د روسي ولسمشر دفتر ویلي ول له اوکراینيو چارواکو سره د خبرو لپاره روسی پلاوی د بېلاروس هومېل ښار ته رسېدلی دی.

د کرېملېن ویاند دېمېتري پېسکوف وویل چې په پلاوي کې پوځي چارواکي او سفارتکاران شامل دي. نوموړي زیاته کړې چې د روسیې وفد خبرو ته تیار دی او د اوکراینیو چارواکو د ورتګ په انتظار دی.

اوکراین کې جګړه روانه ده

د اوکراینۍ پلازمېنې کییف اوسېدونکي وايي، د فبرورۍ له ۲۷مې نېټې له پیلېدو سره سم په ښار کې یوه درنه او نورې وړې چاودنې شوې دي.

د دوی په خبره، لومړۍ چاودنه د نیمې شپې تر ختمېدو سمدستي وروسته د کییف په جنوب ختیځ کې وشوه او د پېښې له ځایه سرې لمبې پورته شوې. رسنۍ وايي، ښايي دا د پوځ د تېلو زېرمتون وي چې پکې په سمدستي ډول د مرګ ژوبلې خبر نه شته.

چارواکو د ښار اوسېدونکو ته د شپې مهال د روسیې له لوري د ممکنه هوايي برید خبرداری ورکړی وو او ورته یې ویلي ول چې په ته خانو (زېر زمینیو) کې ځانونه پټ کړي.

په زرګونه سړیو، ښځو او ماشومانو په داسې حال کې په ودانیو او د ځمکلاندې اورګاډو په تمځایونو کې پناه اخیستې چې چارواکو په ښار کې ګرځبندیز اعلان کړی دی.

اخوا شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ اوکراینیان پولینډ، مولدووا او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي او ملګرو ملتونو د ممکنه بشري ناورین خبرداری ورکړی.

د فبرورۍ پر ۲۷مه پر اوکراین د روسیې د یرغل څلورمه ورځ ده او داسې ښکاري چې روسیو ځواکونو د سرښار کییف د محاصرې هڅې زیاتې کړي دي. همداراز، د اوکراین له دویم لوی ښار خارکیفه هم په لارو کوڅو کې د جګړې رپورټونه راغلي دي.

پر روسیې د نورو بندیزونو اعلان

بلخوا فرانسې، جرمني، اېټالیې، برتانیې، کاناډا او امریکا د سوېفټ (SWIFT) په نوم بانکي نظام ته د روسیې د یوشمېر بانکونو د لاسرسي پر مخنیوي موافقه کړې. دوی پر اوکراین د روسیې له لوري حملې ته په پام د هغه هېواد د مرکزي بانک پرضد پر محدودیتونو لګولو هم سلا شوي دي.

هغو هېوادونو د فبرورۍ پر ۲۶مه په بیان کې ویلي چې دا اقدامات په راتلونکو ورځو کې عملي کېږي.

سوېفټ څه شی دی؟

سوېفټ یعنې د بانکونو ترمینځ د مالياتي رابطو نړیواله ټولنه (سوسایټي اف ورلډوایډ انټربینک فنانشل ټېلېکمیونیکېشن) داسې یو خوندي نظام دی چې له لارې یې د روسیې په ګډون د نړۍ د زیاتره هېوادونو ترمینځ د پیسو لېږد رالېږد په تېزۍ او اسانۍ کېږي.

دا ټولنه په ۱۹۷۰ز کال کې جوړه شوې چې زرګونه ادارې یې غړي دي او په شریکه یې چلوي. د سوېفټ مرکزي دفتر په بېلجییم کې دی او غړو هېوادونو ته خدمات وړاندې کوي.

له دې نظامه د روسیو بانکونو ایستل نړیوال مالي بازار ته د روسیې لاسرسی محدودوي. روسي شرکتونو او وګړو ته به دا ګرانه شي چې د درامداتو لپاره پیسې ورکړي، د برامداتو پیسې واخیستای شي، پور واخلي او یا پانګونه ترلاسه کړای شي.

خو روسي بانکونه کولای شي چې د ټېلېفون، د پیغام استولو اپلیکېشنونو او ايمېل له لارې د پیسو راکړه ورکړه وکړي.

په عین وخت کې له سوېفټه د روسیو بانکونو ایستل د برامدوونکو لپاره هم روسیې ته د شیانو استول ګرانوي او بیا ورڅخه د پیسو ترلاسه کولو عمل نه یوازې ټکنی کوي، بلکې نرخ یې هم خورا زیاتېږي.

د سوېفټ په نوم ټولنه اړ ده چې د بېلجییم او اروپايي ټولنې قوانین ومني.

پر اوکراین د حملې په اړه د پوتین دریځ

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه ولسمشر په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي. ده وویل چې دغه ګام یې د اوکراین له خوا د ورپېښو "خطرو" په ځواب کې پورته کړی.

روسي ولسمشر پر اوکراین د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.

پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.

پوتین د تېر کال له پای راهیسې اوکراینۍ پولې ته نېږدې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي ول او له امریکا او ملګرو څخه یې په ناټو اتحاد کې د اوکراین نه شاملولو ترڅنګ پراخ امنیتي ضمانتونه غوښتل چې واشنګټن رد کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG