د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراین د روسيې بريد دوېيمې اوونۍ ته داخل شوی


په خارکيف ښار کې د روسيې تر حملې وروسته خلک ملبه ليرې کوي. د ۲۰۲۲ز کال مارچ لومړۍ عکس
په خارکيف ښار کې د روسيې تر حملې وروسته خلک ملبه ليرې کوي. د ۲۰۲۲ز کال مارچ لومړۍ عکس

د اوکراين پلازمېنې کییف په ګډون د دې هېواد پر لویو ښارونو د روسیې له خوا د بمبارۍ لړۍ دوېیمې اوونۍ ته داخله شوې ده .

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مارچ پر دوېیمه نيټه په پرېکړه ليک منلو سره د روسیې حمله غندلې او غوښتنه یې کړې چې د روسيې ځواکونه دې له اوکراینه په شا شي.

په جګړه کې د اېسارو ولسي وګړیو په اړه اندیښنې د مارچ پر درېیمه په داسې حال کې ډیرې شوي چې د روس او اوکراین چارواکي د اوربند په اړه د خبرو لپاره تیارۍ نیسي.

تمه ده چې په دې خبرو اترو کې د بشري دهلېزونو په اړه هم خبرې وشي. د اوکراین د ولسشمر یو ویاند ویلي، دا دهلیزونه د خوراکي اجناسو، دوایانو د رسد او د ماشومانو د ژغورولو لپاره مهم دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفاع ادارې د مارچ پر درېيمه ويليۍ چې د یرغل له پیل راهیسې ۱۳۶ ولسي وګړي وژل شوي چې پکې ۱۳ ماشومان دي. خو د اوکراین د بېړنیو خدمتونو قامي ادارې ویلي تراوسه په جګړه کې له ۲۰۰۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزیر د اروپا سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د مارچ پر درېيمه د اروپا د سفر په لړ کې برسلز ته روانېږي.

د نوموړي د دې سفر موخه د اوکراین لپاره د واشنګټن ملا تړ بیا تایدول دي.

بلېنکن د مارچ پر دوېيمه د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په اوکراین د روسیې د برید انساني زیانونه وار له مخه "حیرانونکي" دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن

هغه زیاته کړه چې د (روسیې) "د ناببره او غیرعادلانه جنګ" پر وړاندی د اوکراین د ولس زړه ورتیا نړۍ ته الهام ورکوي. تر دې وړاندی چې کله ملګرو ملتونو د مارچ پر دوېیمه د روسیې پر ضد پرېکړه ليک ومانه، نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل ، د قرارداد منل ښيي چې نړیواله ټولنه د "روسیې له خوا د یو بل هیواد د پولو بدلولو د بې پرواه هڅو " پر وړاندی ولاړه ده.

نوموړي دا هم وویل چې امریکا به په اوکراین کې اوربند ته د رسېدو او د روسي ځواکونو د وتلو لپاره دکییف د سفارتي هڅو مرسته کوي.

بلینکن به د اورپايي ټولنې او ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره د خبرو اترو لپاره د مارچ پر درېيمه برسلز ته روان شي. له دې وروستو به پولینډ ، مالدووا ، او بالټک هیوادونو ته سفر کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG