د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادې اروپا راډيو په روسيه کې خپل کار ځندولی

د ازادې راډيو خبريالان د مسکو په خپل دفتر کې د کار پر مهال. د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ ۲۷مې عکس
د ازادې راډيو خبريالان د مسکو په خپل دفتر کې د کار پر مهال. د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ ۲۷مې عکس

ازادې اروپا راډيو په روسيه کې خپل کار ځنډولی خو له بهره څخه به راپورونو ورکولو ته ادامه ورکوي.

د مارچ پر پينځمه نېته د ازادې اروپا راډيو په يوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په روس کې یې د فزيکي شتون ځنډولو لاملونه د روسیې د ټېکسونو ادارې کاروايي او د پوليسو له خوا یې د خبريالانو د ځورونو ډيرېدل دي.

د ازادې اروپا راډيو مشر جيمي فلاي ويلي چې دا پرېکړه یې په خپله خوښه نه ده کړې بلکې د روسيې حکومت پر تپلې ده. خو هغه زیاته کړې چې ازادې اروپا راډيو به د روسانو لپاره د خبرونو پوښښ ته نه یوازې ادامه ورکوي بلکې لا به یې پراخوي.

ازادې اروپا راډيو له ۱۹۹۱ز کاله راهیسې په روسیه کې خبريالان لري چې بې پري ژورناليزم پر مخ وړي. دې راډيو د هغه مهال روسي ولسمشر بوریس یلسن په بلنه په مسکو کې خپل دفتر پرانیستی وو.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG